د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د انتخاباتو لومړنۍ نتيجه به د راتلونكې سې شنبې په ورځ معلومه شي او وروستۍ يا نهايي نتيجه به يې د وږي يا سنبلې د مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه اعلان شي.
د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د بریتاني سفیر د ۱۵ غړو هیوادونو په استازیتوب په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د پنجشنې ورځې د انتخاباتو د ترسره کیدو هرکلې کړې دی.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل سره له دې چې طالبانو د افغانستان د پنجشنبې د ورځې د انتخاباتو د ګډوډلو هڅه وکړه خو داسې ښکاري چې دغه انتخابات په بریالیتوب سره ترسره شول.
په افغانستان كې د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د كانديدانو لپاره د رای وركولو د پای ته رسېدو وروسته، كاى ایده خبريالانو ته وويل، افغانانو په ډېر وياړ سره يو بل برى هم وګاټه.
افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې د ورځې انتخابات په هېواد کې د دیموکراسۍ په لور یو بل مهم ګام وباله، چې د ده په وینا د خلکو په میړانه په بریالي توګه ترسره شول.
د افغانستان د انتخاباتو د کمیسون یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ورکړل شویو رایو شمیر ل پیل شوې دي.
د افغانستان د دفاع او كورنيو چارو وزيرانو د ملي امنيت له ریيس سره يوځاى د انتخاباتي امنيتي راپور وړاندې كړ.
که څه هم د دغو انتخاباتو لپاره د امنیتي ځواکونو لخوا پراخ او جدي امنیتي تدابیر نیول شوي وو خو بیا هم وسلوالو مخالفینو د دغه بهیر د ګډوډولو لپاره د کابل په ګډون د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې راکټي او بمې حملې وکړې.
ملګروملتونو وویل چی د رایی ورکولو په لومړیو ساعتونو کې د خلکو ډیرګډون هڅونکی دی.
نن سهار د اوو بجو په شا او خوا کې د افغانستان په بېلا بېلو سېمو کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات له امنیتي او تخنیکي ستونزو سره یو ځای پیل شول ،او لا هم روان دي.
د رای ورکونې موده تر پنځو بجو پورې تمدید شوه. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي د هغو کسانو لپاره يې د رای ورکونې موده یو ساعت نوره هم اوږده کړه چې تر اوسه یې خپلې رایې نه دي کارولي .
د ولسمشر حامد کرزي میرمن زینت کرزي نن په کابل کې د خپلې رای له کارولو وروسته له افغان ښځو وغوښتل چې په انتخاباتو کې د خپلې رایې وکاروي. او پدې توګه دې په افغانستان کې د ثبات تېنګولو په کار کې وڼده واخلي .
نور راوښيه