ده وويل، زه مباركي وايم او خوشحاله يم چې افغانانو په ډيره ميړانه د رای وركولو مركزونه ته ووتل او راې يې وركړي.
ده وويل، يو پړاو مو پاى ته ورساوه اوهيله ده چې نور پړاونه هم په همدې توګه ترسره كړو:
"اوس د انتخاباتو نور پړاوونه لكه د رايوشميرل او د انتخاباتو په هكله د شكايتونو د څيړلو پړاوونه په مخ كې دي او ورپسې به انتخاباتو نتايج معلوم شي."
ښاغلي کای ایډه زیاته کړه، په ټول هېواد كې خلكو په انتخاباتو كې ګډون وكړ، ده داهم وويل كيداي شي په ځينو سيمو كې د ناسمو امنيتي شرایطو له امله لږو خلكو په انتخاباتو كې ګډون كړي وي.
خو امنيتي ځواكونو په ډېره ميړانه دهېواد په اكثرو سيمو كې خلكو ته، د ازمينه برابره كړه چې په انتخاباتو كې برخه واخلي:
"په عمومي توګه امنيتي وضيعت خلكو ته اجازه وركړه چې په انتخاباتو كې ګډون وكړي. په دې هېواد كې د يوې سيمې وضيعت له بلې سره توپير لري خو په مجموع كې وضيعت لكه څنګه چې موږ فكركاوه، له هغه څخه ښه و."
د ملګرو ملتو سازمان د دې هېواد په انتخاباتو كې زياتي مرستي او هلې ځلې وكړي.
د هېواد د انتخاباتو ډېر پروګرامونه د افغانانو له خوا ترتيب شوي او ملګروملتو يې د پلي كېدو ملاتړ كړى دى.
کای ایده په پاى كې له ټولو سياسي ګوندونو او كانديدانو څخه وغوښتل چې د انتخاباتو د نتيجې له اعلانېدو وروسته دې، بيا هم له حوصلي كار واخلي او د نوي حكومت په جوړولو كې دې، يوبل ته لاس وركړي.
سيند .