ښاغلي کرزي، چې د رای اچونې د بهیر په پاې کې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې د شتو امنیتي ګواښونو سره سره په انتخاباتو کې د خلکو پراخه ګډون د یموکراسۍ ته د دوی د کلک هوډ څرګندوی دی.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو کاندیدانو ته د رای ورکولو بهیر د پنجشنبې په ورځ سهار اووه بجې پیل شو او د ماښام تر پنځو بجو پورې يې دوام وکړ.
په هېواد کې د راې اچونې د بهیر له پیل سره سم وسلوالو مخالفینو د کابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې حملې وکړې، خو ښاغلي کرزي وویل، چې مخالفین د خپل هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل.
ښاغلي کرزي پخپلو خبرو کې وویل، چې وسلوالو مخالفینو د انتخاباتو د ګډوډولو لپاره خپله وسه وکړه، خو د ده به وینا په انتخاباتو کې يې د خلکو د ګډون مخه و نه نیولې شوه.
حامد کرزي وویل، چې وسلوالو مخالفینو د هېواد په پنځلسو ولایتونو کې اویا تخریبي پیښې رامنځ ته کړې خو د دې سره سره انتخابات په بریالي توګه ترسره شول.
"په افغانستان کې په پنځلسو ولایتونو کې د انتخاباتو پر ضد تخریبي عملیات ترسره شول. زمونږ د کورنیو چارو د وزارت د راپور له مخې درې اویا تخریبي پیښې شوی دي.
په هیڅ یو ځاې کې زمونږ خلکو د انتخاباتو بهیر پرې نښود او برخلاف په زیات شمیر کې د رای اچونې مرکزونو ته ولاړل او رای یې ورکړې. پولیسو او ملي اردو قرباني ورکړه په خوست او کندهار کې مو ملکي تلفات درلودل."
افغان ولسمشر له رسنیو څخه هم مننه وکړه، چې د دوی غوښتنې ته يې مثبت ځواب ووایه او د ترورستي پیښو په اړه يې له راپورونو ډډه وکړه.
په افغانستان کې د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره شاوخوا اوولسو میلیونو خلکو ځانونه راجسټر کړي وو خو کتونکي روانې امنیتي وضعې ته په پام سره وايي، چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون کم رنګه و.
خو پخپله ولسمشر کرزي بیا وویل، چې دا به د رایو له شمیرلو وروسته څرګند شي، چې په څومره شمیر کې خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی.