د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۸

د انتخاباتو تازه حال شېبه په شېبه


خبریالان په کابل کې د انتخاباتو له هغه مرکز څخه منډې وهي چې پکې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ ډزې وشوې.
خبریالان په کابل کې د انتخاباتو له هغه مرکز څخه منډې وهي چې پکې د پولیسو او وسلوالو ترمنځ ډزې وشوې.

د رای ورکونې موده تر پنځو بجو پورې تمدید شوه. د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي وايي د هغو کسانو لپاره يې د رای ورکونې موده یو ساعت نوره هم اوږده کړه چې تر اوسه یې خپلې رایې نه دي کارولي .

مخکې د رای ورکونې وخت د سهار له اوبجو د مازیګر تر څلورو بجو پورې ټاکل شوی و چې اوس به تر پنځو بجو پورې دوام وکړي.

ددې کمیسون چارواکي وايي یو شمیر مرکزونه د را ی ورکونکیو د نشتوالي له کبله په څلورو بجو تړل شوي خو ګڼ نور به تر پنځو بجو پورې پرانیستي وي.

د هلمند والي د ناوې ولسوالۍ ته ورغلی او زموږ خبریال چې د هلمند د والي سره سېمې ته ورغلی دی وايي دغلته ډېرو خلکو خپلې رایې ورکړې دي .

ویل کېږي چې د ناوې ولسوالۍ خلکو د هلمند والي ته وویل موږ خپل مسولیت ادا کړ، رایه مو ورکړه اوس نو په تاسې ده چې موږ ته امنیت برابر کړﺉ .

په لشکر ګا کې هم په انتخاباتو کې د خلکو ګډون له غرمې وروسته کم شوی دی . له هلمند څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي سهار مهال هم د خلکو شمیر کم و خو لږ وروسته دا شمیر زیات شو .

خو تر غرمې راوروسته اوس بېرته د رای ورکونې په مرکزونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شوې ده.

د ازادۍ راډیو خبریال په هلمند کې د یو شمیر کاندیدانو د استازو د هغو شکایتونو یادونه هم وکړه چې وايي د ځینو کاندیدانو عکسونه په انتخاباتي مرکزونو کې لګېدلي دي.

په هلمند کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې په انتخاباتو کې د ښځو ګډون هم کم و.


له دې ولایت څخه ځینو ناکراریو راپورونه هم ورکړل شوې دي. او په یو شمیر سېمو کې یې انتخاباتي مرکزونه نه دي پرانیستل شوې .

پاکستاني امنیتي چارواکي
وايي چې په افغانستان کې د انتخاباتو د امنیت د ټینګښت لپاره يې د دواړو هېوادونو تر منځ پرته د خیبر درې لاره تړلې ده.

یو پاکستاني چارواکي ویلي اوس په دې لاره ېوازې هغو کسانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي چې په افغانستان کې د رای ورکونې کارتونه ولري او غواړي د رای ورکونې لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا له دې پرته د بار وړونکيو لاریو او نورو خلکو پر مخ به د تورخم لاره د جمعې تر ورځې پورې تړلې وي.

غرمه مهال په کابل
او یو شمیر ولایتونو کې د رای ورکونکیو شمیر بېرته کم شو. له ځینو مرکزونو څه د ازادۍ راډیو خبریالانو په خپلو راپورونو کې وویل چې د په مرکزونو کې د رای ورکونکیو شمیر بېرته کم شوی دی او ښايي علت یې د غرمې د ډوډۍ او ماسپښین د لمانځه وقفه وي
او په ځینو سېمو کې سخته ګرمي هم ددې سبب شوې چې د رای ورکونکیو شمېر کم شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسون چارواکي هېلمن دي چې وروسته به د رای ورکونکیو شمیر بېرته زیات شي.

د افغانستان له مختلفو ولایتونو د ازادۍ راډیودخبریالانو له راپورونو سره سم له یوشمېرامنیتي پېښو سره سره چې په رای اچونه کې یې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه نیولې د پنجشېر،هرات،بدخشان،بلخ،جوزجان،بامیان اوپروان ولایتونو د نورو سیمو په پرتله د رای ورکولوپه مرکزونو د خلکوګڼه ګوڼه زیاته لیدل کېږي .


ځینې نور راپورونه د تخنیکي ستونزو ښودنه کوي او وايي چې د کارتونو د سوري کولو وسیلو کار نه دی کړی او ځینو سیمو ته په وخت د انتخاباتو لپاره لازم وسایل نه دي رسېدلي .

د انتخاباتو مسوولانو ویلي چې رامنځته شوې ستونزې یې په خپل وخت حل کړي خو لا هم له ځینو سیمو د تخنیکي مشکلاتو شکایتونه کېږي .

په ځینو سیمو کې ادعا شوې چې د کاندیدانو استازوپه غیرقانوني ډول هڅه کړې چې خلک تشویق کړي چې د دوی کاندیدانو ته رایې ورکړي .
په یوشمېرسیمو کې بیا دا شکایت شوی چې د رای ورکولو مرکزونه ترخپل ټاکلي وخت ناوخته پرانستل شوي دي .

له کابل ،جلال اباد،ګردېزاو تخار څخه د امنیتي پېښوراپورونه ورکړای شوي خو امنیتي ځواکونه وايي چې مرګ ژوبله یې نه ده اړولې .
د کابل په کارته نو کې ډزې روانې دي او ویل کېږي چې په یوه ودانۍ کې ځانوژونکي محاصره شوي دي .
په دې ښار کې د څو چاودنو ږغ هم اورېدل شوی خودپولیسو په وینا دغو چاودنو تاوان نه دی پېښ کړی .
XS
SM
MD
LG