د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۸

امنیت شورا: د افغانستان راتلونکې ولسمشر سره به همکاري کوي


د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د بریتاني سفیر د ۱۵ غړو هیوادونو په استازیتوب په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې د پنجشنې ورځې د انتخاباتو د ترسره کیدو هرکلې کړې دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د القاعده شبکې او طالبانو وسلوال فعالیتونه او د هغو کسانو اعمال چې د افغانستان د انتخاباتو د ګډوډولو لپاري يې ترسره کړل په کلکه غندي .

د امنیت شورا ویلي د ولسمشرۍ د ترسره شوو انتخاباتو رسمي نتیجو ته سترګي په لاره دي او د افغانستان له راتلونکې ولسمشر سره به پوره همکاري وکړي.

څارونکو په انتخاباتو کې د افغانستان د جنوبي سیمو د خلکو د کمې ونډې په اړه اندیښنه ښودلې .

د فرانسې خبري اژانس وايي که څه هم چې زیات شمیر خلکو پدغو انتخاباتو کې ګډون وکړ خو د انتخاباتو ورځ په مختلفو برخو کې د تاوترېخوالي پېښې وشوې.

افغان مقامات وايې راتلونکو ورځو کې به د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو لپاره د ترسره شوو انتخاباتو رسمي نتیجې څرګندې شي .

سره له دې چې تر اوسه پورې په رسمي او دقیقه توګه نه ده معلومه چې د افغانستان د شاوخوا ۱۷ میلونو قانوني رای ورکونکو څخه څو فیصدو يې د پنجشنبې د ورځې په انتخاباتو کې ونډه اخستې خو افغان دولت وايي د رای ورکولو په بهیر کې د افغانستان د خلکو له ونډې راضي دي.
XS
SM
MD
LG