د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

صدیق علیم: انتخاباتو کې د خلکو حضور هڅونکی دی


ملګروملتونو وویل چی د رایی ورکولو په لومړیو ساعتونو کې د خلکو ډیرګډون هڅونکی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند علیم صدیق په کابل کې وویل، تقریبا ټول مرکزونه پرانیستل شوي او خلک کولای شي په دې مرکزونو کې خپلې رایې ورکړي.

رویټرز اژانس د علیم صدیق له قوله راپور ورکوي چې وایي دافغانستان په شمالي، مرکزي او ختیځو برخو کې د خلکو اوږده کتارونه تر ستر ګو کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هولبروک د رای ورکولو له څو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې هولبروک له یوه مرکز څخه د لیدو پر مهال وویل چې که دی د زړه خبره وکړي نودغه رایی ورکولو بهیر یې چې په خپلو سترګو لیدلی ازاد او شفاف دی.

هولبروک زیاته کړه، تراوسه پورې د ټولوناوړو پیښو اټکلونه غلط ثابت شوي دي.

په عین حال کی د مصطفی په نامه یوه رای ورکونکی دې اژانس ته وویل چی افغانانو په ډیر ناوړه حالت کې ژوند تجربه کړی نو ولې به د رای ورکولومرکزونو ته له تګ او له رایی ورکولو څخه بیریږي.
XS
SM
MD
LG