د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۹

ننني انتخابات له ځینو امنیتي پېښو سره مله وو


کله چې په برکي برک کې د رای ورکونې پر یو مرکز برید وشو نو امریکايي ځواکونو هم د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د هاوان ډزې وکړې.
کله چې په برکي برک کې د رای ورکونې پر یو مرکز برید وشو نو امریکايي ځواکونو هم د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ د هاوان ډزې وکړې.

که څه هم د دغو انتخاباتو لپاره د امنیتي ځواکونو لخوا پراخ او جدي امنیتي تدابیر نیول شوي وو خو بیا هم وسلوالو مخالفینو د دغه بهیر د ګډوډولو لپاره د کابل په ګډون د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې راکټي او بمې حملې وکړې.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې په کابل کې نن سهار په داسې حال کې، چې خلک ډله ډله د رای اچونې د مرکزونو په لور روان وو، د ښار په پنځمې، اوومې او اتمې ناحیو کې د چاودنو غږونو او همداراز په اتمه ناحیه کې د پولیسو او وسلوالو مخالفینو ترمنځ وسلوالې نښتې خلک اندیښمن کړل.

د هېواد په جنوبي ولایتونو کندهار، زابل او هملند کې هم ۳۷ بېلابېلې راکټي حملې شوي دي.
څو تنه خبریالان په کابل کې د رای ورکونې له هغه مرکز څخه پېښې سپکوي چې په کې د وسلوالو او پولیسو تر منځ ډزې وشوې


په کندهار ښار ۱۷ توغندي توغول شوي. دولتي چارواکي وایي چې په دغه راکټي حملو کې څلور تنه وژل شوي او ۹ تنه عام خلک ژوبل شوي دي او همدا رنګه امیتي چارواکي وایي چې ۹ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.

د زابل ولایت هم تر راکټي حملو لاندې راغلی، ویل کیږي چې د زابل په شملزو ولسوالۍ کې دوه وسله وال طالبان د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې د د سړک پر غاړه یې ښخاوه.

په همدې حوزه کې د وسله والو طالبانو ویاند قاری یوسف احمدي د ټولو راکټي بریدونو ادعا کړې او ویلي یې دي چې په دې حملو کې یې ګڼ شمېر دولتي سرتېري وژلي دي.

د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې د رای اچولو پر یو مرکز چې جومات کې و، لاسی بمب غورځول شوی دی چې مرګ ژوبله یې نه لرله او د پولیسو یو موټر پر ماین ختلی، د چارواکو په وینا یو پولیس په کې وژل شوی دی.

بل خوا د ننګرهار ولایت په ادم خېلو سېمه او چپلیار ولسوالیو د توغندیو بریدونه شوي، چې د مرګ ژوبلې اړه یې معلومات نه دي خپاره شوي.

د هیواد په شمالي ولایت کندز کې د څو امنیتي پېښو راپورنه ورکول شوي دي، چې د کندز په ښار باندې شپږ راکټونه توغول شوي دي او د رای اچونې په څو مرکزونو ډزې هم شوي دي.


د چارواکو په وینا مرګ ژوبله نه لري خو د کندز امینه قوماندا محمد رضا یعقوبي وايي چې له وسله والو طالبانو سره په یوه نښته کې یې درې وسله وال طالبان وژلي او دوه یې ژوندي نیولي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بغلان له مرکزه هم د جنګ خبرونه خپاره شوي. ویل کیږي چې په مرکزي بغلان کې د وسله والو او دولتي ځواکونو تر منځ څو ساعته نښته شوې.

د دې ولایت اوسیدونکي وایی چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ امینه قوماندان محمد افضل خان وژل شوی دی خو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د خوست ولایت له بېلابېلو ولسوالیو د چاودنو او نښتو راپورنه خپاره شوي دي، دولتي چارواکو د یوې بمي چادونې تایید کړی او ویلي یې دي، په دې چاودنه کې چې د ملي اردو پر یو موټر شوی دوه افغان سرتیری مړه او څو نور ژوبل دي.

خو وسله والو مخالفینو ادعا کړې چې په دې چاودنه کې یې ۶ تنه سرتیري وژلي دي.

د خوست د نورو سیمو څخه هم د جنګ راپورونه خپاره شوي خو د مالی او ځاني زیانونو په اړه یي څه نه دی ویل شوي او مهم خبر دا چې په همدې ولایت کې د رای اچونې ۲۵ مرکزونه تړلي پاتې شوي.

په خوست کې د انتخاباتو کمیسیون ځیني مسوولین وایي چې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله یې دا مرکزونه نه دي پرانیستي خو ځايي اوسېدونکي وایی چې دا مرکزونه د امنيتي پېښو له امله تړل شوي چې د لسو زرو په شاوخوا کې خلک د رای اچونې څخه بې برخې پاتي شوي دي.

همدارنګه د لوګر ولایت په بېلابېلو ولسوالیو باندې راکټي حملې شوي، دولتي چارواکي وایي چې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په غزني ولایت باندې د ۱۳ راکټي حملې شوي دي. عیني شاهدان وایي چې ځیني کسان په کې ژوبل شوي او مالي زیانونه یې هم اړولي دي او په ځینو ولسواليو کې د پولیسو او دولت د وسلوال مخالفینو ترمنځ مخامخ نښتې هم شوي دي، خو د مرګ، ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

د هېواد له جنوب غرب څخه هم د جنګ او نښتو راپورنه راغلي دي. پر فراه ولايت باندې درې راکټونه توغول شوي چې یو کوچنی په کې ژوبل شوی او د نورو زیانونه په اړه څه نه دي ویل شوي او د همدې ولایت د ځینو ولسواليو څخه د ناامینو راپورنه هم ورکړل شوي دي.

بل خوا د ارزګان ولایت پر ځینو سیمو راکټي حملې شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده او په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او دولتي سرتېرو ترمنځ نښته هم شوې ده.

په دې ولایت کې د رای اچونې په اوو مرکزونو توغندي هم توغول شوي دي.


نن مازیګر د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په یو ګډ‌ خبري کنفرانس کې د هېواد د ټولو امینتي پېښو تایید وکړ او ویې ویل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دغو پېښو ونشوای کولای چې د رای اچونې مخه ونیسي خو نوموړي زیاته کړه چې یوازې په کابل او بغلان کې دوه مرکوزنه د امنیتي پېښو له امله د لنډ مهال لپاره تړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG