د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۶

د انتخاباتو لومړني نتایج به د راتلونكې سې شنبې په ورځ اعلان شي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواك كميسيون وايي چې د انتخاباتو لومړنۍ نتيجه به د راتلونكې سې شنبې په ورځ معلومه شي او وروستۍ يا نهايي نتيجه به يې د وږي يا سنبلې د مياشتې په شپږ ويشتمه نيټه اعلان شي.

د دې كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي د جمعې په ورځ په كابل كې په يوه خبري كنفرانس كې يوځل بيا ټينګار وكړ چې انتخابات ښه ترسره شوي او د افغانستان په ټولو ولايتونو كې د جمهوري رياست د كانديدانو رايي شميرل شوي دي.

ده وويل چې ښايي ځينې ارګانونه د انتخاباتو د نتيجې په اړه خپل نظر څرګند كړي خو د ده په خبره د انتخاباتو د نتايجو د اعلان صلاحيت يوازې او يوازې د انتخاباتو خپلواك كميسيون لري:

"د انتخاباتو د نتيجې د اعلان لپاره ځينې تګلارې شته بايد ټول صبر وكړو ترڅو كومه پروسه چې ده هغه طۍ شي.

د انتخاباتو نتيجه به د باصلاحيته ارګان لخوا چې هغه د انتخاباتو خپلواك كميسيون دى اعلان شي."

ښاغلي نجفي وويل كورني او نړيوال څارونكي كولاى شي د رايو شميرنې لړۍ هم وڅاري او كه په كوم مركز كې كومه درغلي يا تقلب وليدل شي دوى بايد د انتخاباتي شكايتونو كميسيون ته په ليكلې بڼه خبر وركړي.

د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس څرګنده كړه چې د رايو تر شميرنې وروسته نيوكې او انتقادونه د انتخاباتي شكايتونو د كميسيون لخوا څيړل كيږي او كومه رايه شميرنه چې تر اوسه شوې ترڅيړنې لاندې ده:

"نتايج به د نتيجو په فورمو كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د نتايجو مركزي دفتر ته را ورسيږي، كله چې نتايج دې دفتر ته ورسيدل د ښه شفافيت لپاره يوه پروسه طۍ كوي او ارزيابي كيږي نو ځكه وخت ته اړيتا شته."

كه څه هم لاتراوسه د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو د انتخاباتو نتيجه نه ده اعلان شوې خو سرله اوسه غير رسمي شميرنې دا ښېې چې په ډېرو ولايتونو كې جمهوري رياست ته كانديدان حامد كرزي او عبدالله عبدالله ډيرې رايي ګټلي او له دوى وروسته رمضان بشردوست او اشرف غني احمدزى اوږه په اوږه روان دي.

يو شمير سياسي څارونكي وايي له دې سره سره چې په غير رسمي شميرنو كې ښاغلى كرزى تر ډاكټرعبدالله وړاندې دى خو داسې وړاندوينه هم كيږي چې ښايي په لومړي ځل حامد كرزى لازمې رايې ترلاسه نه كړي او انتخابات د دوى ترمنځ د دوهم ځل لپاره ترسره شي.

په عين حال كې د انتخاباتو د خپلواك كميسيون د دارالانشا رييس داود علي نجفي ډاډ څرګندوي كه چيرې د دوو مخكښو كانديدانو ترمنځ بيا انتخابات ترسره شي نوى دوى له هره پلوه ورته پوره تيارى لري.
XS
SM
MD
LG