د خلکو ګډون :
کله چې نن سهار په کابل کې د رای ورکونې مرکزونه پرانیستل شول نو په لومړنیو څو ساعتونو کې د خلکو ورتګ کم و.
د ازادۍ راډیو خبریالان چې په بېلابېلو سېمو کې د رایو ورکونې مرکزونو ته ورغلې و په خپلو راپورونه کې یې وویل چې د تېرو انتخاباتو په مقایسه د خلکو ونډه کمه ده .
خو څو ساعته وروسته په ځینو مرکزونو کې د رای ورکونو شمیر زیات شو.
د سیاسو چارو کاروپوهانود ازادۍ راډیو ته ویلي چې خلک هم امنیتي اندېښنو ویرولی او هم له سیاستوالو بېزاره دي.
د افغانستان د ولسې جرګې غړې شکريې بارکزی وویل د تېرو انتخاباتو وروسته د خلکو په ژوند کې کوم ځانګړې بدلون رانغې نو خلک ښايي په همدې خاطر هم نه غواړي په انتخاباتو کې برخه واخلي.
خو میرمن بارکزی له خلکو وغوښتل چې رای ورکونه د ټولو افغانانو ملي مسولیت دی او باید چې له خپلو کورونو راووزي او خپلې رایې وکاروي .
غرمه مهال یو وار بیا په یو شمیر مرکزونو کې د خلکو شمیر کم شو چې د انتخاباتو د کمیسون چارواکي هېلمن دي د غرمې له ډوډۍ وروسته به د رای ورکونکیو شمیر بېرته زیات شي.
تخنیکي ستونزې:
نېږدې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه په ورکړل شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې په انتخاباتي مرکزونو کې هغې وسیلې سم کار نه کاوه چې د رای ورکونکیو کارتونه يې سورې کول.
د انتخاباتي مرکز چارواکو ددې وسیلې پر ځای په ډېرو مرکزونو کې له قیچي څخه کار اخیست.
په ځینو سېمو کې خلکو ادعا کوله چې له ګوتو یې رنګونه پاکېږي چې دا ستونزه بیا هومره عامه نه وه.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسون مشرعزیزالله لودین د ازادۍ راډیو سره په مرکه کې ومنله چې یو شمیر تخنیکي وسایل یې سم کار نه ورکوي چې دوی یې پر ځای له قیچي څخه کار اخلي.
د رنګ د پاکېدو په اړه يې وویل چې دا ستونزه عامه نه ده او که یوه نیمه پېښه یې لېدل شوې هم وي ښايي هغو کسانو پرې کیماوي مواد موښلې وي.
ښاغلي لودین وویل په ځینو ولایتونو کې چې یو شمیر انتخاباتي مرکزونه د امنیتي ستونزو له کبله بند شوی باید د بیا پرانیستلو لپاره یې امنیتي ادارې هلې ځلې وکړي .
ښاغلی لودین زیاته کړه ، د انتخاباتو بهیر ښه پر مخ روان دی او راپورته شوې ستونزې هومره نه دي چې د انتخاباتو شفافیت دې تر پوښتنې لاندې راولي .
امنیتي ستونزې :
د پخوانیو اټکلونو سره سم د انتخاباتو په ورځ د کابل په ګډون د افغانستان ځینې سېمې د ناکراریو ، ډزو، توغندیو د لګیدو او بمي چاودنو شاهدانې وې .
په ځینو ولایتونو کې انتخاباتي مامورین د امنیتي ستونزو له کبله د یو شمیرمرکزونو په پرانیستلو یا خو نه دي توانیدلې او یا له پرانېستلو وروسته د ناکراریو له کبله بېرته تړل شوې دي .
د کابل په ګډون چې د ناکراریو څو پېښې په کې رامنځ ته شوي له پکتیا، پکتېکا، خوست ، غزني ، زابل ، هلمند ، بغلان ، ننګرهار ،کونړ او ځینو نورو ولایتونو څخه هم د ناکراريو راپورونه ورکړل شوې دي .
د افغانستان د دفاع د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي نن غرمه خبریالانو ته وویل چې د رای ورکولو له شپږ زره شپږ سوه مرکزونو څخه شپږ زره پنځه سوه یو ویشت مرکزونه پرانیستل شوې دي او ۲۱ مرکزونه د امنیتي او نورو ستونزو له کبله نه دي پراینستل شوې . د نوموړي په وینا یولس مرکزونه یې د امنیتي دلایللو له مخې نورو سېمو ته انتقال کړې دي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند زمري بشري وویل یولس خبریالان په اتمه امنیتي حوزه کې د پولیسو له خوا نېول شوې دي . د بشري په وینا دې خبریالانو د رای ورکونې په مرکز کې له خلکو سره مرکې کولې او د پولیسو له امر څخه یې سرغړونه کوله .
ښاغلي بشري هم تایید کړه چې د افغانستان په بېلابېلو سېمو کې د ناکراریو ځینې پېښې رامنځ ته شوې خو دده په وینا دا پېښې وړې دي او نه شی کولای چې د انتخاباتو بهیر له ستونزو سره مخ کړي .
د افغانستان د امنیتي ادارو ویندویان د دفاع په وزارت کې راټول شوې دي او وخت په وخت خبریالانو ته د انتخاباتو د امنیتي حالاتو په اړه معلومات ورکوي.
خو زموږ خبریال چې د دفاع په وزارت کې دی وايي د حکومتي ادارو ویندویان د ګڼو پوښتنو له ځوابولو ډه ډه کوي او وايي چې د نن ورځې په پای کې به بشپړ معلومات خبریالانو ته ورکړي.