د اوکراین پر څو سیمو د روسیې له بریدونو وروسته د کیف په ګډون د ګڼ شمېر سیمو برښنا پرچاو شوې ده. په اوکراین کې د روسیې تازه بریدونو کې یوشمېر کسان وژل او ټپيان شوي هم دي.
د مصر د ستر موزیم پرانیستنه د ځینو په باور د یوې پیړۍ په ترڅ کې د نړۍ تر ټولو ستره فرهنګي پېښه ده.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا د پنځو هیوادونو د مشرانو کوربه دی د سوداګرۍ، ډیپلوماتیکو اړیکو او منرالونو په برخه کې د یو لړ تړونونو خبر ورکړ.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلامیه وايي د " تعاملګرا مسلمان " په نامه دغې ټولنې د ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت له اصولو سرغړونه کړې او تګلاره یې د جرمني د اساسي قانون سره په ټکر کې ده. د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي چې د دوه نورو اسلامپالو ډلو په اړه هم تحقیقات روان دي.
منځنۍ اسیا کې سره لدې چې د اجباري کار دختمولو رسمي ژمنې شوي دي خو بیا هم زرګونه ښوونکي، روغتیاپالان ، او نور ملکي مامورین د پنبې د حاصلاتو په راټولولو ګمارل کیږي.
اوکرایني ځواکونه وايي چې د سختې جګړې په ترڅ کې یې پوکروفسک ښار ترخپل واک لاندې ساتلی دی. روسي چارواکو مخکې ادعا کړې وه چې دغه ستراتیژیک ښار کې یې اوکرایني مدافع ځواکونه محاصره کړي دي . په عین حال کرملین نن وویل چې په روانو حالاتو کې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو غونډه ضروري نه وه.
د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي چې په پام کې ده د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا د خزانې وزارت د دبندیزونو د څانګې لوړ پوړی چارواکی د ایران پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د امریکا د حکومت د "اعظمي فشار" کمپاین په ادامه کې منځني ختیځ او اروپا ته سفر کوي.
نور راوښيه