د قزاقستان او امریکا چارواکو د نومبر په شپږمه د منځنۍ آسیا په دغه هیواد کې د تنګسټن په نوم د یوه نادر فلز د زیرمو د استخراج په برخه کې د همکارۍ موافقه وکړه.
د دې موافقې له مخې به د امریکا شرکت (کوو کاز کیپیټل ګروپ) د قزاقستان د دولتي کانونو له شرکت سره یوځای په دې پروژه کې ۷۰ سلنه ونډه واخلي او اټکل کیږي چې لګښت یې ۱.۱ ملیارد ډالر وي.
د سرمشریزې د نورو لاسته راوړنو په ترڅ کې موافقه وشوه چې د قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان ملي هوایی شرکتونه اووه دیرش بوینګ جیټ الوتکې واخلي، همداراز د ایلن ماسک د سټارلینک د انټرنیټي خدماتو په برخه کې موافقه وشوه چې د قزاقستان له یوه شرکت سره به په ګډه همکاري کوي.
په ډیپلوماتیک ډګر کې، قزاقستان وویل چې دوی تمه لري چې د منځني ختیځ له ابراهیم تړون سره یوځای شي.
امریکایي چارواکو وویل چې د قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان له ولسمشرانو سره سرمشریزه له سیمې سره د لا ډیر ټینګ تعامل لپاره د متحده ایالاتو د نوي ژمنې نخښه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پنجشنبې په ورځ د منځنۍ اسیا له مشرانو سره د سهارنۍ پرمهال وویل، موږ اکثر وختونه په بحرانونو او ستونزو ډیر تمرکز کوو، چې کله ناکله په زړه پورې نوي فرصتونو ته کافي وخت نه ورکوو او دا هغه څه دي چې دلته پاملرنه ورته شوې ده.
منځنۍ اسیا غواړي چې په تجارتي او امنیتي اړیکو کې یو تعادل ایجاد کړي چې اوس د روسیې او چین تر اغیزې لاندې دي او له امریکا سره د اړیکو د پراختیا له لارې د یوه توازن د رامنځته کیدو لټه کوي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سپتمبر په میاشت کې د مرکزي آسیا له نورو مشرانو سره په تاجکستان کې په یوه سرمشریزه کې ګډون وکړ او د چین مشر شي جین پینګ د جون په میاشت کې د سیمې له ولسمشرانو سره د لیدنې لپاره قزاقستان ته سفر وکړ.
اروپايي ټولنې هم د اپریل په میاشت کې په ازبکستان کې د سیمې له مشرانو سره یوه سرمشریزه وکړه چې د زیربنايي پانګونو او د مرکزي آسیا مهمو منرالونو ته د لاسرسي په اړه یې خبرې وکړي.
د واشنګتن په غونډه کې هم د نادرو منرالونو پر موضوع تمرکز وشو
د (کوو کاز کیپیټل) ګروپ اجرایوي رییس پیني الټاوس چې په قزاقستان کې یې د ټنګسټن تړون لاسلیک کړ؛ دا تړون د متحده ایالاتو او د هغې د مهمو منرالونو اړتیاو لپاره لویه بریا وبلله او رویټرز اژانس ته یې وویل چې ټرمپ او د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزیر هاورډ لوټنیک د دې تړون په خبرو اترو کې مرسته وکړه ترڅو د چینایي شرکتونو د ستراتیژیکو زیرمو د پراختیا مخه ونیسي.