د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۰

د مصر ستر موزیم څرنګه موزیم دی؟


د مصر ستر موزیم
د مصر ستر موزیم

د مصر د ستر موزیم پرانیستنه د ځینو په باور د یوې پیړۍ په ترڅ کې د نړۍ تر ټولو ستره فرهنګي پېښه ده.

د مصر ستر موزیم، په عربي ژبه المتحف المصري الکبیر د نومبر په لومړۍ نیټه د مصر په پلازمینه قاهره کې د جیزه په سیمه کې پرانیستل شو. دې موزیم ته شاوخوا پنځوس زره هکتاره مځکه ځانګړې شوې ده او پر جوړیدو یې څه باندې یو میلیارډ ډالره لګیدلي دي.

د موزیم ودانۍ داسې جوړه شوې ده چې له ځینو کړکیو څخه یې د جیزه اهرامونه ښکاري.

د موزیم د لویې دروازې په خوله کې د دوهم رامسس دنګه مجسمه ولاړه ده چې څه باندې درې زره دوه سوه کاله پخوانۍ ده.

د موزیم ټکټ انلاین خرڅیږي، دننه پکې ویډیوګانې او انیمیشنونه هر لور ترسترګو کیږي د موبایل اپيلیکیشنونه هم شته چې د موزیم لیدونکو ته لارښوونې پکې کوي. د اثارو د ساتنې لپاره له یو ډول کڅوړو استفاده کیږي چې رطوبت، د هوا فشار او رڼا کنټرولوي چې لرغونې اثار زیانمن نه شي.

د دې موزیم د ټولو اثارو د لیدو لپاره څلور پنځه ساعته وخت پکار دی.

د مصر په ستر موزیم کې د اوس لپاره د مصر د اووه زره کلن تاریخ تر یو لک ډیر لرغونې اثار نندارې ته ایښودل شوې دي. ځیني لرغونې اثار لکه د توت عنخ امون له مقبرې د تیرې یوې پیړۍ په ترڅ کې ترلاسه شوي اثار چې پخوا د مصر په مختلفو ځایونو کې ساتل کیدل، دلته یو ځای نندارې ته ایښودل شوې دي.

د مصر په ستر موزیم کې د نورو ډیرو اثارو د ځای پرځای کیدو لپاره ځاییونه شته او لرغونپوهان په دې باور دي چې د مصر د ټولو لرغونو اثارو د کشف لپاره لاهم پيړۍ پيړۍ وخت ته اړتیا شته چې رابرسیره شي.

XS
SM
MD
LG