د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

د روسیې له بریدونو وروسته کیف او څو نورو ښارونو کې د برښنا پرچاوي ډېره شوې


خارکیف کې د برښنا پرچاوۍ
خارکیف کې د برښنا پرچاوۍ

د اوکراین پر څو سیمو د روسیې له بریدونو وروسته د کیف په ګډون د ګڼ شمېر سیمو برښنا پرچاو شوې ده. په اوکراین کې د روسیې تازه بریدونو کې یوشمېر کسان وژل او ټپيان شوي هم دي.

پلازمېنه کیف او د اوکراین ډیرې سیمې د بریښنا له پراخې پرچاوۍ او ګډوډۍ سره مخامخ شوې دي.

د اوکراین دولتي بریښنا شرکت خبرداری ورکړی د یکشنبې په ورځ ( د نومبر ۹مه) به په یوشمېر سیمو کې له ۸ تر ۱۶ ساعتونو پورې برښنا نه وي.

د شرکت ویاندې سویتلانا ګرینچوک د شنبې په ورځ اوکرایني رسنیو ته وویل چې د روسیې له خوا د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو د ټولو بریدونو یادونه، سخت کار دی.

روسيې له ژمي مخکې اوکراینیانو ته د زیان اړولو په هدف پر برښناکوټونو، د طبیعي ګازو پر تاسیساتو او پایپ لاینونو د بریدونو لړۍ پيل کړې ده.

د جمعې په ورځ د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

له بریدونو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یو ځل بیا د کیف پر متحدینو غږ وکړ چې روسیې ته سزا ورکړي او په ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار راوړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها وویل چې روسیې هغه سب سټیشنونه په نښه کړي چې دوه اټومي تاسیساتو ته بریښنا رسوي.

هغه په ایکس پاڼه کې ولیکل: "دا بریدونه ناڅاپي نه وو، بلکې ښه پلان شوي وو."

سیبیها زیاته کړه چې روسیه "په قصدي ډول د اروپا اټومي امنیت په خطر کې اچوي."

هغه د "نه منلو وړ ګواښونو" د حل لپاره د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه.

اوکرایني چارواکو وویل چې روسیې د شنبې په ورځ په بریدونو کې له ۴۵۰ څخه ډیر ډرونونه او ۴۵ توغندي وکارول.

په پولتاوا، دنیپرو او یوشمېر نورو سیمو کې هم د برښنا د پرچاوۍ او ترانسپورتي خدمتونو د ګډوډۍ راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې، د روسیې دفاع وزارت وویل چې دوی په روسیه کې د اوکراین د بریدونو په ځواب کې د اوکراین د وسلو او انرژۍ تولید پر تاسیساتو برید کړی دی.

XS
SM
MD
LG