د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۰۱

په اروپايي هیوادونو کې افغان کډوال: په موقتي استوګنځایونو کې کلونه منتظر پاته یو


عکس ارشیف: جرمني کې یو افغان کډوال په
عکس ارشیف: جرمني کې یو افغان کډوال په

بې کوري هغه ستونزه ده چې په بېلابیلو هیوادونو کې مېشت افغان کډوال، په ځانګړې توګه په جرمني کې ډېر خلک ورسره مخامخ دي.

د دې ستونزې په اړه مو د جرمني په هامبورګ ښار کې د مېشت افغان کډوال سینا سره خبرې کړي دي. دی په تېر جمهوري نظام کې یې په کابل کې له یوې جرمنۍ موسسې سره کار کاوه او پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بیا واکمنېدو ورسته لومړی خپله او بیا دوه کاله ورستۍ یې کورنۍ دغه هیواد ته کډواله شوه.

دی اوس بېل او کورنۍ یې د کډوالو په یوه کمپ کې بېله اوسي. له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې وویل، هیله لرې چې ژر یو کور پیدا کړي له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره ګډ ژوند پیل کړي:

" مخکې له دې چې کورنۍ مې جرمني ته راشي د کور په لټه کې وم، خو تر اوسه مې کور نه دی پیدا کړی. هغوی اوس په یوه کمپ کې ژوند کوي. دا یوازې زما ستونزه نه ده، په جرمني کې د ډیرو کډوالو ستونزه ده."

په بلجیم کې هم افغان کډوال د کورنو د پیدا کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي.

خسرو چې د دغه هیواد په انتورپ ښار کې اوسي، خپله ستونزه له ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه:

د کورونو ډیر زیات مشکلات دي، ان په کلیو کې د کورونو پیدا کول مشکل دي

" د کورونو ډیر زیات مشکلات دي، ان په کلیو کې د کورونو پیدا کول ستونزمن کار دی. چې پیدا هم شي ډیر زیات اسناد ورته په کار دي، لکه د کار سند، ډیری کډوال چې راغلي دي، دا اسناد نه لري."

دا کډوال د کورونو د نشتوالی تر څنګ له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.

د دوی پر وړاندې یوه بله جدي ستونزه ترانسپورت دی. دوی وايي له ښارونو لیرې په پرتو سیمو کې اوسي، په عامه ترانسپورت کې له ستونزې سره مخامخ دي او د موټر چلولو جواز باید په ډیره سختۍ او لوړه بیه ترلاسه کړي. دوی وايي، هغه مرسته چې دولت یې له کډوالو سره کوي، یوازي دومره ده چې دوی خپل ورځنی ژوند ورباندي مخې ته یوسي، او نور مصارف نه پکې ځاییږي.

د جرمني د منهایم ښار په یوه کلي کې مېشت فضل احمد ازادي رادیو ته وویل:

"ما دلته لایسنس تقریباً د یو نیم کال په جریان کې په ډېره سختۍ تر لاسه کړ او څلور زره او څلویښت یورو لګښت پر راغی."

ما دلته لایسنس تقریباً د یو نیم کال په جریان کې په ډېرې سختۍ سره تر لاسه کړ

په هالند کې مېشت افغان کډوال اتل هم د ورته ستونزې یادونه کوي:

" دوه ځلي په تیوري کې ناکام شوم، یو ځل په عملي کې ناکام شوم، تقریباً تر اوسه مې څلورنیم زره یورو مصرف شوي، دا چې نور درسونه ووایم او بیا امتحان ورکړم خبره څو ته رسېږي دا معلومه نه ده."

په جرمني کې مېشت یو شمېر افغان کډوال د ژبې د کورس په برخه کې هم د ستونزو له امله شکایت کوي.

دوی وايي، خپلو ښارونو کې یې کورسونه نشته او اړ دي چې د ژبې د زدکړې لپاره ډیر لرې نورو ښارونو ته تګ راتګ وکړي، چې ساعتونه وخت یې ضایع کېږي.

د جرمني په یوه کوچني ښار کې میشتې افغان کډوالې چې ویې نه غوښتل خپل او د ښار نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي:

"له دوو کلونو زیاته موده مو وشوه، کورس یې رانه کړ، ویل ښوونکي نشته، اوس یو بل ښار ته کورس ته ځم، تقریبا یو ساعت مې په تګ او یو ساعت په راتګ تېرېږي. دواړې خواوې یو ساعت هم د موټر په انتظار ضایع کېږي."

"له دوو کلونو زیاته موده مو وشوه، کورس یې رانه کړ، ویل ښوونکي نشته

په فرانسه کې هم افغان کډوال له ورته ستونزو سره مخامخ دي.

په فرانسه کې میشتې مدنې فعالې او د د دغه هیواد د جلاوطنو په پارلمان کې د خلکو استازې شکیبا داود څو ورځې مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغان کډوالو له کوربه هیوادونو غوښتي ول چې نوي راغلو کسانو ته د استوګنې ځای، د کار او ژبې د زده کړې زمینه برابره کړي.


بل لور ته په اروپايي هیوادونو کې هغه ګوندونه چې د کډوالو د محدودولو خبره کوي، وايي د اروپا پولې "له کنټروله وتلې" دي او مهاجرت د دوی ملي هویت، امنیت، او په دغو هیوادونو کې د هوساینې سیسټمونه ګواښي. د دې په نتیجه کې د مهاجرت پالیسۍ سختې شوې دي.

په ۲۰۲۴م کال کې د اروپايي ټولنې رییس چارلس میشل ویلي وه:

"اروپایي ټولنه باید د ۲۰۱۵ کال د مهاجرت بحران د تکرار مخه ونیسي."
د روان کال په مې میاشت کې د جرمني د حکومت یوه ویاند ویلي و چې دوی نور کډوال د داخلي امنیتي اندېښنې له کبله نه مني.

په همدې حال کې یو شمیر هیوادونو ته د زیانګالو افغانانو د انتقال بهیر لا روان دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته ډیری افغانان د بېلابیلو ستونزو له امله مختلفو هیوادونو په ځانګړي دول اروپايي هیوادونو ته کډوال شوي، چې اوس دې هیوادونو کې هم د بې کورۍ، ژبې، ترانسپورت او ګڼو نورو مشکلاتو سره مخ دي.

دې هیوادونو ته د کډوالو شویو افغانانو کره شمیر معلوم نه دی خو جرمنۍ ورځپاڼې «ولت ام زونټاګ» مخکې راپور ورکړی و چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغه هیواد ۳۵ زره او ۵۰۰ له خطر سره مخامخ افغان کډوال له پاکستانه جرمني ته لېږدولي دي.

تازه جرمني سه شنبه د نومبر په څلورمه هم یوه ډله افغانان د پاکستان له اسلام اباد ښار څخه هانوور ښار ته انتقال شول.

د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپورله مخې د افغانانو دغه ۳۱ کسیزه ډله لومړی د ترکیې استانبول او له هغه ځایه پرون ماښام د جرمني هانوور ښار ته ورسیده.

د راپورونو له مخې شا اوخوا ۱۹۰۰ نور افغان کډوال هم پاکستان کې د جرمني د راتګ انتظار کوي، هغه چې دې هیواد یې د منلو ژمنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG