د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۲۳

واشنګټن په غزه کې د ټرمپ د طرحې د دوهم پړاو د عملي کیدو لپاره هڅې پیل کړي


د امریکا متحده ایالاتو د ملګروملتونو د یوه پریکړه لیک مسوده چمتوکړې چې له مخې یې د دوو کلونو لپاره په غزه کې د انتقالي ادارې او د ثبات لپاره د یوه نړیوال ځواک جوړیدو ته اجازه ورکوي. د رویترز خبري آژانس چې د دغې مسودې یوه کاپي یې ترلاسه کړې په وینا ډیپلوماتانو ویلي چې دغه مسوده چې بیاهم کارپرې روان دی او کیدای شي بدلون ومومي، روانه اونۍ له یوشمیرهیوادونو سره شریکه شوې خو تراوسه په رسمي توګه د ملګروملتونو د امنیت شورا پنځلسو غړیو ته نده وړاندې شوې. تراوسه نده څرګنده چې واشنګټن به کله د پریکړه لیک دغه مسوده د امنیت شورا غړیو ته وړاندې کوي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د ملګروملتونو د امنیت شورا له غړیو او نورو شریکانو سره په دې اړه خبرې روانې دي چې د غزې لپاره د ولسمشرډونالډ ټرمپ طرحه په څه ډول عملي کیدای شي خو دې ویاند د ترتیب شوې مسودې په اړه له زیاتو جزیاتو ورکولو څخه ډډه وکړه. اسراییل او د فلسطینانو حماس ډلې یوه میاشت مخکې د ټرمپ د شلو مادو د طرحې پرلومړي پړاو هوکړه وکړه چې له مخکې په غزه کې له دوه کلنې جګړې وروسته اوربند وشو او د یرغملو او بندیانو د تبادلې بهیرپیل شو. د دې طرحې بل پړاو به چې له مخې د غزې لپاره د سولې یو بورډ او د ثبات نړیوال ځواک ISF رامنځ ته کیږي، د ملګروملتونو د پریکړه لیک له تصویبیدو وروسته عملي کیږي. د ټرمپ د طرحې له مخې په غزه کې د حماس واکمني پای ته رسول کیږي او دا سیمه به له وسله والو ډلو پاکیږي.

د رویترز د راپورله مخې دغه ځواک ته به واک ورکول کیږي چې په غزه کې د ولسي خلکو او د بشرپالنې مرستندویه فعالیتونو ساتنه وکړي او له اسراییل او مصرسره د سرحدي سیمو د امنیت او همدارنګه به له فلسطینیانو جوړ د پولیسو نوي ځواک ته د روزنې او ملاتړ چارې مخ ته وړي.

ISF به په غزه کې د غیردولتي وسله والو ډلو د بې وسلې کولو او د اړتیا په صورت کې د تل لپاره د وسلو د له مینځه وړلو له لارې د غزې امنیت خوندي کوي.

د ټرمپ اداره په داسې حال کې چې د غزې تړانګې ته یې د امریکایي سرتیرو د لیږلو احتمال ردکړی، لټه کوي چې اندونیزیا، متحده عربي امارات، مصر، قطر، ترکیه او اذربایجان دغه نړیوال ځواک ته سرتیري ورکړي.

تراوسه نده څرګنده چې ایا عربي یا نور هیوادونه چمتودي چې له دغه نړیوال ځواک سره د سرتیرو په برخه کې ژمنې وکړي. اسراییل له مخکې په دغه ځواک کې د ترکیې له پوځي ګډون سره مخالفت څرګند کړی.

د واشنګټن له خوا د پریکړه لیک دغه مسوده د تصویب لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا د لږترلږه نهو غړیو تایید ته اړتیا لري هغه هم په دې شرط چې د دې شورا پنځه دایمي غړي، متحده ایالات، بریتانیا، فرانسه، روسیه اوچین هیڅ یو ورته منفي رایه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG