په داسې حال کې چې روسي او اوکرایني ځواکونو په تیرو دوو ورځو کې په بیلابیلو سیمو کې پریوبل د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړ، اوکرایني پوځیان وايي ددوی ځواکونه د هیواد په ختیځ کې د پوکروفسک ښارد جبهې په لومړۍ کرښه کې دي.
په ورته مهال ، دکریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د روسیې او امریکا د ولسمشرانو یوه لیدنه " اوسمهال ضروري نه وه. "
د پیسکوف له دغو خبرو چې نن یکشبنې خپرې شوې داسې بریښي چې د سولې د زیارونو سره سره مسکو هوډ لري چې په اوکراین باندې خپل بشپړ برید ته چې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې یې پیل کړی دوام ورکړي.
پیسکوف پرته لدې چې نور توضیحات ورکړي وویل :
هغه څه چې اوس مهال ورته اړتیا ده د ستونزې د ځانګړو تفصیلاتو د حل لپاره خورا دقیق کار دی،
دا څرګندونې په داسې مهال کیږي چې د اوکراین د وسله والو ځواکونو عمومي درستیز د یکشنبې په ورځ (د نومبر په دویمه ) راپور ورکړ چې روسیې تیره شپه د اسکندر-ایم بالستیک توغندي او ۷۹ بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.
په عین حال کې ،اولیه کیپر د سیمه ایزې پوځې ادارې مشر وویل په اودیسا ښار د روسي بې پیلوټه الوتکو برید کې دوه کسه ووژل شول او یوکس ټپی شوی دی او په وینا یې ملکې تاسیسات زیانمن شوي دي.
بلخوا د ازادې اروپا / ازادی راډیو اوکرایني څانګې په زاپوریژیا ښار کې د استوګنې په یوې ودانۍ د برید رپوټ ورکړ. خو په دې برید کې څوک ټپي شوي نه دي اما دښار په نورو سیمو د بریدونو په نتیجه کې درې کسه ټپیان شوي دي.
په عین حال کې ، اوکراین د روسیې کراسنودار سیمه کې د تور سمندرګي تر غاړې توپس بندر کې د تیلو دانتقال په یوې کشتۍ او تاسیساتو باندې ځوابي برید وکړ.
روسي سیمه ایزو چارواکو وویل چې د بې پیلوټو الوتکو ټوټې په کشتۍ را پریوتې ، کشتۍ زیانمنه شوه او په کې اور ولګید او عمله یې تر وویستل شول.
په دغې سیمې باندې تیرکال هم اوکرایني بې پیلوټه الوتکو څو بریدونه کړي.
د جګړې د مخکنیو کرښو څخه خپرو سويو خبرونو کې اوکرایني پوځیانو دیکشنبې په ورځ په ګڼو سیمو کې د جګړې ددوام رپوټ ورکړ.
خو د جګړې لوی تمرکز په پوکروفسک ښار دی چیرته چې د رپوټونه په اساس اوکرایني ځواکونه شاوخوا ۱۷۰ زره روسي ځواکونو سره مخامخ دي.
د پوکروفسک جګړه
څارونکي خبرداری ورکوي که چېرې د پوکروفسک ښار چې له جګړې مخکې یې ۷۰ زره اوسیدونکي درلودل د روسي ځواکونو لاس ته ورشي نو کیدای شي ددوی په مخ لویدیځې خواته د دینیپروپیتروفسک لورته لار پرانیستل شي او د اوکراین جنوبي سیمې له خطر سره مخامخ شي.
د اوکرایني ځواکونو عمومي قوماندان جنرال اولیکسندر سیرسکي د شنبې په ورځ په فیسبوک ولیکل چې
پوکروفسک د مونږ تر واک لاندې دی،
هغه زیاته کړه چې د روسي ځواکونو د له مینځه وړلو او لدغه ښار څخه یې د شړلو لپاره پراخ عملیات روان دي.
لدغو څرګندونو یوه ورځ مخکې ، داوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په خپلو څرګندونو کې د پوکروفسک جگړه د اوکراین لپاره "اولویت" بللی وو.
د ښار اکثریت سیمې ویجاړې شوي دي.
اوکرایني چارواکو د لویدیځو رسنیو هغه رپوټونو تایید کړل په کې وویل شول چې اوکرایني ځانګړي ځواکونه په دغه ستراتیژیک ښار کې ځای پرځای شوي دي . دا په داسې حال کې چې روسي ځواکونو ادعا کړې چې پوکروفسک کې یې اوکرایني مدافع ځواکونه محاصره کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت هم ادعا کړې چې روسي ځواکونو د اوکرایني ځانګړو ځواکونو دیوې ډلې ټول یوولس عسکر چې د هیلي کوپتر په وسیله ښار کې کوز کړای شوي وو وژلي .
دښار دننه وضعیت څرګند نه دی اوپه خپلواکه توګه یې تایید نه شي کیدای .
اټکل کیږي چې د ۲۰۰ څخه تر ۴۰۰ پورې روسي سرتیري د ډونیتسک سیمې ددغه ښار په ختیځو برخو کې ځای پر ځای شوي دي، چې د اوکرایني کشف عملیاتو څخه د ځان ساتلو لپاره له ښاري تاسیساتو، زیرزمینیو او ملکي استتار څخه کار اخلي.