د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۴۹

د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې راتلونکي کې واشنګټن ته ځي


د سوریې ولسمشر احمدشرع د روان کال د مې په ۱۴مه په ریاض کې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره وکتل.
د سوریې ولسمشر احمدشرع د روان کال د مې په ۱۴مه په ریاض کې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره وکتل.

د سوریې لپاره د متحدوایالتونو ځانګړی استازی ټام بارک وايي چې په پام کې ده د سوریې ولسمشر احمدشرع په نژدې ورځو کې واشنګټن ته ولاړ شي.

بارک پرون په بحرین کې د مناما ډیالوګ په څنډه کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال هیله وښوده چې د دې سفر په ترڅ کې به سوریه د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ځپلو لپاره د امریکا په مشرۍ ایتلاف سره یوځای شي.

رویټرز خبري آژانس د سوریې د یوې سرچینې له قوله راپور ورکوي چې وايي تمه کیږي دا سفر به په راتلونکو دوو اونیو کې ترسره شي.

ولسمشر احمد شرع بهر ته د سفرونو لړۍ پیل کړې ځکه غواړي چې له نړیوالو قدرتونو سره بیا اړیکي ټینګ کړي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د بهرنیو مشرانو د سفرونو د تاریخ د لیست له مخې د سوریې هیڅ یوه ولسمشر تراوسه واشنګټن ته رسمي سفر نه دی کړی. شرع په تېره سپتمبر میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وینا کړې وه.

د ۲۰۲۴ کال په دسمبر میاشت کې د بشارالاسد د واکمنۍ له پرځولو وروسته ولسمشر شرع یولړ بهرني سفرونه کړي دي ځکه د هغه انتقالي حکومت هڅه کوي له هغو نړیوالو قدرتونو سره د سوریې اړیکي بیا ټینګ کړي چې د اسد د واکمنۍ پرمهال یې له دمشق سره اړیکي پرې و.

بارک وویل واشنګټن غواړي سوریه له هغه ایتلاف سره یوځای کړي چې واشنګټن یې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د اسلامي دولت پرضد د مبارزې په چاره کې مشري کوي. داعش د خپل ځواک په اوج کې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۷ کلونو ترمنځ د سوریې او عراق شاوخوا دریمه برخه په ولکه کې درلوده.

شرع یو وخت په سوریه کې د القاعده شبکې د یوې څانګې مشري کوله خو یوه لسیزه مخکې د هغه ډله له القاعده څخه جلا او وروسته له اسلامي دولت ډلې سره په جګړو کې ښکېل شوه.

سوریه او اسراییل هڅې پیل کړې دي چې د امریکا په منځګړتوب د نښتو د کمولو په هدف خبرو ته دوام ورکوي

د امریکا په مشرۍ ایتلاف او سیمه ییزو شریکانو یې په ۲۰۱۹ کال کې د داعش وسله وال په سوریه کې له خپل وروستي مرکز څخه وایستل. سرچینو په جون کې رویټرز ته وویل دا ډله هڅه کوي چې د اسد رژیم له سقوط څخه ګټه پورته کړي او یوځل بیا په سوریه او ګاونډي عراق کې خپل نفوذ پراخ کړي.

باراک سرمشریزې ته همداراز وویل، سوریه او اسراییل د تاوتریخوالي د کمولو په هدف خپلو خبرو ته چې امریکا یې منځګړیتوب کوي دوام ورکوي. هغه زیاته کړه چې سوریه او اسراییل یوې موافقې ته نژدې شوي خو هغه دا ونه ویل چې کله به یوه موافقه وشي.

د سوریې او اسراییلو استازي یوې موافقې ته د رسیدو هڅه کوي او دمشق هیله لري چې په دې خبرو کې د اسراییلو د هوایي حملو بندول او د دې هېواد له جنوبي سیمو څخه د اسراییلي سرتیرو وتل یقیني کړي.

XS
SM
MD
LG