د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۰

منځنۍ اسیا کې ښوونکي، روغتیاپالان ، او نور ملکي مامورین د پنبې د حاصلاتو په راټولولو ګمارل کیږي


ازبیکستان کې د دپنبې یوه کرونده . عکس له ارشیفه
ازبیکستان کې د دپنبې یوه کرونده . عکس له ارشیفه

منځنۍ اسیا کې سره لدې چې د اجباري کار دختمولو رسمي ژمنې شوي دي خو بیا هم زرګونه ښوونکي، روغتیاپالان ، او نور ملکي مامورین د پنبې د حاصلاتو په راټولولو ګمارل کیږي.

میرمن حرمت د تاجیکستان په شمال کې د سغد سیمی په یوه کلي کې د روغتیایي مرکز کارکوونکې ده . هغه معمولا ناروغانو ته ستنې لګوي ، د وینې فشار یې ګوري او د ځینو ناروغانو د معاینې لپاره کورته هم ورځي.

خو نن سبا دغه روغتیاپاله مجبوره شوې چې له خپل کلي چې شاوخوا ۳۰۰ اوسیدونکي لري لیرې کار وکړي.

د روغتیا پالنې په ځای پنبه ټولوي

۴۸ کلنه حرمت چې نه یې غوښتل پوره نوم یې خپور شي وویل:

تیره اونۍ ما او نورو لسګونه دولتي مامورینو پوره یوه اونۍ د پنبې په کروندو کې تیره کړه. مونږ ته ویل شوي وو چې بسترې هم له ځان سره راوړو ، هلته کروندې ته نږدې یوه موقته ودانۍ کې ویده شو. له سهار ترماښامه مو کار وکړ، دغرمې لپاره مو لنډه وقفه درلوده.

پنبه د منځنۍ آسیا د محلي اقتصاد د مهمو حاصلاتو څخه ګڼل کیږي.

ازبکستان په نړۍ کې د پنبې د لسو لویو تولیدونکو هیوادونو په ډله کې دی چې په کال کې شاوخوا ۱.۳ ملیون ټنه حاصل لري، ورپسې ترکمنستان شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ ټنه او تاجیکستان شاوخوا ۵۰۰،۰۰۰ ټنه د پنبې حاصلات لري.

میرمن حرمت د هغو زرګونو روغتیاپالانو ، دولتي مامورینو ، ښوونکو او زده کوونکو په ډله کې ده چې سږکال په ازبیکستان ، تاجیکستان او ترکمنستان کې د پنبې د حاصلاتو د راټولولو په موسم کې چې له اګست میاشتې د نومبر تر پای پورې دوام کوي په کروندو کې په کار ګمارل شوي دي.

په نتیجه کې ښوونځیو ، روغتونونو او دولتي دفترونو کې کار اوفعالیت ټنکې شوی دی.

د کارګرانو د حقوقو مدافع سازمانونه چارواکي تورنوي چې دولتي مامورین په اجباري کارونو ګماري او زده کونکي ګواښل شوي که چیرې کار ونکړي نو له انظباطي چلند سره به مخ یا له ښوونځیو وویستل شي.

په تاجیکستان او ترکمنستان کې هغه کسان چې د پنبې په راټولو کې برخه نه شي اخیستلی باید د خپل ځان په ځای بل کس وګماري . ځینې کسان چې مالي توان لري د اجباري کار څخه د معافیت لپاره چارواکو ته رشوت ورکوي یا بل کس ته پیسې ورکوي چې په ځای یې په دغو کروندو کې کار وکړي.

سره لدې چې د حرمت او نورو کسانو له خبرو ښکاري چې اجباري کار دوام لري خو د بشري حقونو سازمانونه وايي چې دنړیوالو فشارونو او بندیزونو له امله داجباري کار کمپاینونه په دې وروستیو کلونو کې کم شوي دي.

حرمت وايی د پنبې په کروندو کې د کار د تنخوا څخه ددوی د خوراک او څښاک لګښتونه ګرځول کیږي.

نو، په پای کې، موږ ډیر لږ پیسې ترلاسه کوو. دا سخت کار دی. په ۴۸ کلنۍ کې دا کار نشم کولی او زه د ملا درد لرم. خو که یې ونکړم نو کیدای شي خپله وظیفه له لاسه ورکړم.

د "رضاکارانه" کمپاین لپاره فشار

چارواکي ټینګار کوي چې د پنبې د حاصلاتو په راټولو کې کې برخه اخیستل رضاکارانه دي. خو د ازادې اروپا / ازادي راډیو لخوا ترلاسه شوي راپورونه او شواهد بل څه ښیي.

د تاجکستان په سویلي ختلان سیمه کې، د پوهنې چارواکو ښوونځیو او پوهنتونونو ته امر کړی چې ښوونکي او زده کونکي "په خپل فارغ وخت کې" کروندو ته واستوي.

د ختلان په بختار دولتي پوهنتون کې دوه استادانو ازادي راډیو ته وویل چې دوی ته لارښوونه شوې چې د اونۍ په پای کې پنبه راټوله کړي کنه امکان لري منفک شي.

په ازبکستان کې، ښوونکي، روغتیاپالان او په څو ولایتونو کې دولتی مامورین وايي چې په دوی فشار راوړل شوی چې د سیمه ایزو چارواکو لخوا د پنبې د راټولولو په "رضاکارانه" کمپاینونو کې برخه واخلي.

دازبکستان په جنوب لویدیځ کې د بخارا د سیمې د آلات ولسوالۍ یو ښوونکي ازادي راډیو ته وویل :

زموږ د ښوونځیو ټول کارکوونکي - ښوونکي، ساتونکي، او اداري او تخنیکي کارمندان - پنبه راټولوي.


دغه ښوونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړه : "موږ ته امر شوی و چې که څوک پوښتنه وکړي نو موږ باید ووایو چې موږ په خپله خوښه راغلي یو."

ولسمشر شوکت میرضیایف، چې په ۲۰۱۶ کال کې واک ته ورسېد، د ازبکستان د پنبې په سکتور کې د اجباري او ماشومانو د کار د ختمولو ژمنه وکړه او دا هغه مهال چې لویدیځو کمپنیو لکه H&M، Nike، او Walmart د ماشومانو د کار له امله د ازبیکستان د پنبې له حلاصلاتو سره مقاطعه اعلان کړه .

میرضیایف په ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وویل چې دا عمل "په بشپړه توګه ختم شوی".

خو سږ کال، د حقوقو مدافع ډلو او سیمه ییزو رسنیو د "رضاکارانه ګډون" تر عنوان لاندې د کار د کمپاینونو د دوام راپور ورکړ.

میرضیایف د سپتمبر په ۲۶مه د پنبې د حاصلاتو په راټولو کې د ځنډ د مخنیوي لپاره "بیړني" کمپاین اعلان کړ. ازبیکستان سږ کال په ۸۷۵،۰۰۰ هکتار ځمکه کې پنبه کرلي چې ۳.۷ ملیون ټنه خام حاصلات تولید کړي.

دازبیکستان حکومت په داسې حال کې چې نړیواله څارنه دوام لري د نیوکو په مقابل حساسیت ښیي.

د کار وزارت دتیرې اکتوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د کار د قانون د نقض څه باندې ۷۰ مورده یې موندلي او ټینګار یې وکړ "چې هرډول اجباري کار بالکل منع دی. "

څو سیمه ییز چارواکي ځکه جریمه شوي چې خلک یې د پنبې په راټولولو مجبور کړي وو. په دې لړ کې د سرخان دریا ولایت یو چارواکی چې د راپورونو له مخې یې هغو خلکو ته چې د پنبې د راټولو په کمپاین کې برخه نه وه اخیستی سپکاوی او ګواښ کړی وو د ۲.۶ ملیون ازبکي سوم (۱۷۲۰ ډالر) جریمې د ورکولو امر شوی وو.

په ترکمنستان کې، چیرې چې حکومت په ښکاره ډول د ډله ایز کار لپاره د خلکو د ګمارنې ملاتړ کوي، کمپاین نور هم پراخ دی. چارواکو د بزګرانو او ملکي کارمندانو سره یوځای،سرتیري، پخواني بندیان، او حتی پوروړي کسان هم کروندو ته لیږلي دي.

د ترکمنستان په لویدیځ کې د بالکان ولایت یو اوسیدونکي دخپل نوم د نه ښودلو په شرط د ازادی اروپا / ازادي راډیو ته وویل :

د تیرو کلونو برعکس، اوس ډیری دولتي مامورینو ته ویل شوي چې وړیا کار وکړي. چارواکي دا عمل د دې په ویلو توجیه کوي: 'تاسو خپل معاش له دولت څخه ترلاسه کوئ،


بزګرانو ته ډیرې پیسې ورکړئ

شنونکي وايي چې د اصلاحاتو او نړیوالو فشارونو سره سره، په مرکزي آسیا کې د پنبې د اقتصاد ژور تشکیلات لاهم په اجبار تکیه کوي .

په بریتانیا کې د ډیلیجنس په نامه د منځنۍ اسیا د مطالعاتو د مرکز رئیس علیشیر الهاموف وايی :

په دې هیوادونو کې دپنبې سکتور لاهم اصلاح شوی نه دی.


هغه زیاتوي : "د میرضیایف اصلاحات سیاسي وو- دوی د یو څه وخت لپاره د ډله ایزکمپاین مخه ونیوله - خو مرکزي سیسټم بدل شوی نه دی. ترڅو چې حکومت د تولیداتو اتاق او نرخونه ټاکي، سیمه ایز چارواکي به خلک مجبوروي چې اهداف پوره کړي."

دوشنبې کې میشت اقتصاد پوه، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې ستونزه د پنبې د تولید په اقتصاد کې ده.

هغه وايي:

د زده کونکو او دولتي مامورینو ګمارل پداسې حال کې چې رضاکارانه بلل کیږي، د حل لار نه ده.


دغه کارپوه زیاتوي "که حکومت د حاصلاتو د راټولونکو او بزګرانو لپاره تادیات لوړ کړي - څوک چې لږ معاش ځکه لري چې دولت ډیری ګټه تراخلي – نو ډیر خلک به په خپله خوښه دغه کمپاین سره یوځای شي."

XS
SM
MD
LG