د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۱۸

د زلنسکي په پلرني ټاټوبي کریویه ښار کې د وژل شویو کسان لپاره د ویر مراسم نیول شوي و


د اوکرایین پر کریویه ریه ښار کې د روسیې په وروستیو بریدونو کې د وژل شویو شلو کسانو لپاره د ویره مراسم نیول شو وو.

په وژل شویو کې نهه ماشومان شامل دي.

دا بریدونه د شنبې په ورځ پر یوه لوبغالي او رستوانت شوي وو.

که هم روسیې چارواکو یو ځل بیا رد کړ، چې دوی پر ملکي اهدافو نه په نښه کوي خو د ازاډي راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، اوکرایین په دې برخه کې شواهد لري.

د روسیې په وروستیو بریدونو کې د نهوو ماشومانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي

کریویه ریه ښار چې د اوکرایین د ولسمشر ودلایمیر زلنسکي پلرنی ټاپوبی دی، د وروستیو دریو ورځو کې لپاره په کې د وژل شویو ماشومانو په خاطر ملي ماتم اعلان شوی و.

روسیي چارواکو ادعا کړې چې په دې سیمه کې پوځيان راټول شوي وو، او پر یوې پوځي ناسته يې برید کړی دی.

خو د ازادي راډیو د اوکرایین برخې لیکلي، له برید وروسته له عیني شاهدانو، چارواکو او د سرچینو د معلوماتو له مخې په ډاګه شوې چې په نښه شوی راستورانت د پوځي ناسته نه، بلکې د ښکلا د صنعت د یو فورم او د زوکړې د یوې مېلمستیا کوربه و.

پر ټولنیزو تاسیساتو یا ملکي زیربناوو هېڅ برید نه دی شوي
دیمتري پسکوف د کرملین ویاند

اوکرایین چارواکو ویلي، پر لوبغالي او رستوانت په برید کې کلاستر بمونه کارول شوي دي.

دې برید د لودیزو هېوادونو پراخ غبرګونه هم راوپالوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر ولکر ترک نن په یوې اعلامیه کې ویلي، " د روسیې له خوا د دغو ډولو وسلو کارول په پراخه کچه د هغوو سیمو اوسیدنکو ته چې هیڅ ډول د پوځي فعالیتونو نښې په کې نه لیدل کیږي زیان رسولی دی".

د ترک په ټکو، دا ډول اقدامات د ملکي وګړو پر وړاندې د روسیې د بې پرواي نښه ده.

په وژل شویو کې له درې کلن ماشومه نیولې تر ۷۹ کلنو عمر لرونکو زړو کسان پورې شامل وول.

د کرملین ویاند دیمتري پسکوف نن ویلي، "پر ټولنیزو تاسیساتو یا ملکي زیربناوو هېڅ برید نه دی شوي".

هغه یو ځل بیا یې د اوکرایني چارواکو هغه ادعاوې رد کړې چې دغه برید د جنګي جنایت په توګه یادوي.

XS
SM
MD
LG