د ایران د بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې دواړو لوریو موافقه وکړه راتلونکې اوونۍ خبرو ته دوام ورکړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ایراني پلاوي مشري کوله او د امریکا د متحد ایالتونو له لورې د خبرو مشري د ولسمشر ټرمپ د منځني ختیځ استازی سټیف ویټکوف وکړه.
دا خبرې د عمان د بهرنیو چارو وزارت په منځګړیتوب وشوې.
د ایران او امریکا استازیو مستقیمې خبرې ونه کړې بلکې د دوی خبرې د عمان د بهرنیو چارو وزارت یو بل لوري ته رسول.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د مذاکراتو تر پیل مخکې رسنیو ته تایید کړې وه چې د اټومي پروګرام پر سر خبرې کوي.
«زموږ نیت یوه منصفانه او شرافتمندانه تړون ته رسېدل دي البته له یوه برابر دریځه. که مقابل لوری هم له دې دریځه سره راغلی وي د دې چانس شته چې لومړنی تفاهم وشي چې بلاخره به د خبرو اترو د لړۍ د پيل لپاره لار هواره کړي.»
که څه هم عراقچي اټومي تړون د خبرو اصلي اجنډا بللې خو رویټرز د عمان د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې « د سیمه ییزو کړکیچونو کمول، د بندیانو تبادله او د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول په بدل کې د بندیزونو د کمولو پر سر هوکړه» هم په دغو مذاکراتو کې تر بحث لاندې نیول کېږي.
ایراني چارواکو بیا مخکې هم ویلي وو چې د مذاکراتو موضوع د بندیزونو د لغوې په هدف د ایران اټومي پروګرام دی.
د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وار له مخه خبرداری ورکړی دی، که چیرته کومه موافقه ونه شي، نو پوځي اقدام به وکړي.
د خبرو د پیل په درشل کې د امریکا د کانګرس ځینو غړو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې په ایران د اعظمي فشار پالیسي ټینګه وساتي.
د امریکا د نیویارک ایالت جمهوري پالې استازې کلودیا تني په یوه لیک کې چې اتو نورو استازیو هم لاسلیک کړی له ولسمشر ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام د کنټرول د هڅو په باب ستاینه کړې ده.
په دې لیک کې دغو استازیو همداراز له ښاغلي ټرمپ غوښتي چې اټومي وسلو ته د ایران د نه رسېدو لپاره د امریکا د اعظمي فشار پالیسي کلکه وساتي.
د دغو استازیو په باور د ټرمپ په لومړۍ دورې کې اعظمي فشار د ایران رژیم کمزوری کړ او د ترهګرۍ د پراخېدو مخه یې ونیوله.