د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۱

د امریکا د ولسمشر جګپوړی سلاکار روسیې ته تللی


ویتکوف
ویتکوف

سټیف ویتکوف هغه څوک دی چې د شنبې په ورځ ( اپریل ۱۲) به په عمان کې له ایراني چارواکو سره د امریکا د پلاوي مشري کوي، دی عمان ته تر تګ مخکې په په سنت پیترزبورګ کې تم شوی دی.

د ازادې اروپا /ازادي راډیو د خبر د مرکز په وینا، سټیف ویتکوف په داسې وخت کې د روسیې سفر پیل کړی دی چې د امریکا او اکراین ترمنځ په واشنګتن کې خبرې روانې دي او بریتانیا او جرمني په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډې لري.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د روسیې دولتي رسنیو ته وویل چې د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویټکوف نن (د اپریل په ۱۱مه) روسیې ته ورسید.

ښاغلی ویتکوف به د شنبې په ورځ په عمان کې له ایراني چارواکو سره د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې وکړي چې د دې سفر په درشل کې دی په روسیې کې تم شوی دی.

د ښاغلي ویتکوف د روسیې د سفر د اجنډا په اړه رسنیو لږ معلومات ترلاسه کړې دي. ښاغلي پیسکوف وویل، د ټرمپ استازی سټیف ویتکوف که چیرته له ولسشمر ولادیمیر پوتین سره وګوري بیا به نور معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د روسیې دولتي خبرې اژانس تاس راپور ورکړی دی چې ویټکوف تر اوسه کرملین ته له یوه نژدې کس کریل دیمیترییف سره چې د روسیې د مستقیمو پانګونو د صندوق مشر دی، لیدلې دي. تیره اونۍ دغو دواړو په واشنګتن ډي سي کې سره لیدلي وو او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه غږیدلي وو.

د ویتکوف تر دې سفر یوه ورځ مخکې د امریکا او روسیې استازیو د ترکیې په استانبول کې غونډه وکړه چې څرنګه د دواړو هیوادونو ترمنځ روابط عادي کیدای شي. د استانبول تر غونډې وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ښایي بیرته د دیپلوماتانو شمیرې په سفارتونو کې عادي حالت ته وګرځي. په دوه زره دوه ویشتم کال کې چې کله د روسیې له لورې پر اوکراین بشپړ یرغل وشو امریکا او روسیې د یوه بل له سفارتونو په ډله ییز ډول دیپلوماتان وایستل.

د ټرمپ د ولسمشرۍ له پيل راهیسې چې ژمنه یې کړې ده له مسکو سره به اړیکي بیرته سمې کړي، دا دریم ځل دی چې ویتکوف روسیې ته سفر کوي.

تېره میاشت، د هغه لیدنه له پوتین سره، د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د تلیفوني اړیکې لپاره لاره هواره کړه. هغه په فبرورۍ کې هم روسیې ته تللی و، او د ریاض په خبرو کې د امریکا-روسیې د پلاوي برخه و.

XS
SM
MD
LG