که څه هم داغلې برینک د استعفا لامل روښانه نه دی خو رویترز خبري اژانس د باخبره سرچینو په حواله ویلي، دا پریکړه برینک په خپله خوښه کړې ده.
بریجت برینک چې د امریکا د مخکني ولسمشر جوبایډن له خوا په ۲۰۲۲ کار کې په اوکرایین د سفیرې په توګه ګومارل شو وه، په تیرو دریو کلنو کې يې هڅه دا وه چې د واشنګټن او کییف اړیکې ښې وساتي.
په اوکرایین کې د امریکا سفیره برینک له خپلې دندې استعفا کوي، هغې په داسې یوه هېواد کې چې جګړه په کې روانه ده درې کاله کار وکړه او دا د اوکراین په څیر جګره ځپلې هېواد کې د یوې سفیرې د کار اوږده موده دهتمی بروس
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تمي بروس پرون پنجشنبې د (اپریل لسمه) خبریالانونو ته ویلي، " په اوکرایین کې د امریکا سفیره برینک له خپلې دندې استعفا کوي، هغې په داسې یوه هېواد کې چې جګړه په کې روانه ده درې کاله کار وکړه او دا د اوکراین په څیر جګره ځپلې هېواد کې د یوې سفیرې د کار اوږده موده ده".
تمه ده برینک به را روانه اونۍ خپل کاري دفتر پریږدي.
په اوکرایین کې د هغې ماموریت د امریکا د دوو ولسمشرانو د واک پرمهال و، چې دواړو يې د اوکرایین په اړه بیلې پالیسۍ لري.
د امریکا د مخکني ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ پرمهال له مسکو سره دیپلوماټیکې اړیکې د سرې جګړې وروستي حد ته رسیدلې وي، تر دې چې د مسکو او واشنګټن ترمنځ هر ډول تماسونه له منځه تللي وو.
خو واک ته د ډونالډ ټرمپ له ستنیدو سره سم، له کرملین سره مستقیم تماسونه پیل او په وروستیو څو میاشتو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره دوه ځلې ټیلفوني اړیکه درلوده.
دمګړی د امریکا په منځګړیتوب د روسیې او اوکریین ترمنځ د سولې خبرې اترې روانې دي.
د ټرمپ په ولسمشرۍ کې برینک یو له هغوو لوړپوړو امریکايي ډیپلوماټانو ده چې له خپلې دندې استعفا کوي.
له برینک وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دریم لوړپوړي مرستیال جان بس د جنورۍ په میاشت کې استعفا کړې وه.
د برینک د استعفا دلیل روښانه نه دی، خو رویترز خبري اژانس د څو باخبره سرچینو په حواله ویلي، برینک په خپله خوښه دا پریکړه کړې ده.
په وروستیو څو ورځو کې د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر برینک د روسیې د هوايي بریدونو په اړه سخت انتقادونه کړي وو.
تیره اونۍ روسیې د اوکرایین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر پلارني ټاټوبي کریوي ریه ښار پراخ بریدونه وکړل چې د نهوو ماشومانو په ګډون شل تنه په کې ووژل شول.
برینک پر ټولنیزو رسنیو کې د دې بریدونو په اړه په خپل پیغام کې روسیه ملامته کړې نه وه، چې ولې يې دا بریدونه کړي دي.
دې اقدام زلنسکي غوسه کړی و.
له دې پېښې وروسته د روسیې له خوا پر اوکرایین د نورو بریدونو په تړاو برینک په خپلو پوسټونو کې روسیه مسوله ګنلې وه.
د اغلې برینک له استعفا وروسته دا روښانه نه ده چې څوک به د هغې ځایناستی کیږي.