د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۱

روسي ځواکونو پر پلازمېنې کییف او کوپیانسک ښار بریدونه کړي


په کوپیانسک ښار کې د روسیې تر برید وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی دی - د اپرېل شپږمې انځور.
په کوپیانسک ښار کې د روسیې تر برید وروسته په ودانۍ کې اور لګېدلی دی - د اپرېل شپږمې انځور.

روسي ځواکونو د اوکراین پر پلازمېنې کییف بالستیک توغندی کارولی او د خارکیف په ختیځ کې یې پر یو ښار بم غورځولی دی.

داسې انګېرل کېږي چې دا بریدونه به د مسکو او کییف ترمینځ د اوربند هڅې لا زیانمنې کړي.

د اپرېل پر شپږمه په کییف کې برید د اوکراین په حکومتي پیسو د چلېدونکي ټلویزیوني ودانۍ ته سخت زیان ورساوه. دا دویم ځل دی چې د روسیې په هوايي بریدونو کې دغه ټلویزیون په نښه کېږي.

په کییف کې چارواکو ویلي دي چې پر صنعتي سیمه په میزایلي برید کې یو تن وژل شوی او لږ تر لږه درې تنه ژوبل دي. په برید کې په ګودام او نورو ودانیو کې اور هم لګېدلی او ورته زیان رسېدلی دی.

داراز، روسي پوځیانو د خارکیف په کوپیانسک ښار کې پر استوګنې سیمه یو بم غورځولی چې پکې دوه تنه ژوبل شوي او په پراخه کچه زیان یې اړولی دی.

هلته د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې اوکراین په هغه هېواد کې پر اهدافو ۱۱ ډرونونه ویشتلي دي.

په مارچ کې کرېملېن، سپینې ماڼۍ او د اوکراین چارواکو د محدود اوربند چوکاټ اعلان کړی وو چې له مخې یې د انرژۍ پر زیربناوو لکه پر برېښناکوټونو، تارونو او مرکزونو د بریدونو نه کولو خبره شوې وه.

داراز، مسکو او واشنګټن هم یو تړون اعلان کړی وو چې د تور سمندرګي په سیمه کې د پوځي فعالیتونو محدودولو لپاره وو.

خو له دې سره سره اوکراین او روسیې پر یو بل د ډرون او میزایلو بریدونو ته دوام ورکړی دی او زیاتره حملې شپې مهال کوي.

په داسې حال کې چې امریکا په اوکراین کې د اوربند هڅه کوي، روسیې پر هغه هېواد حملو ته زور ورکړی دی.

د اوکرایني چارواکو په وینا، د اپرېل پر څلورمه د هغه هېواد پر یو صنعتي ښار د روسیې توغندیو په برید کې لږ تر لږه ۱۸ تنه ووژل شول.


XS
SM
MD
LG