د افغانستان فوټبال فدراسیون او یو شمیر افغان فوتبالران، د فیفا د فني او پراختیايي کميټې د غړي په توګه د محمد یوسف کارګر ټاکل کېدل د دغه هیواد فوتبال ته د نړۍ د پام اړولو په برخه کې خورا مهم فرصت بولي.
بي بي سي د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه بخښنه وغوښته چې په یوې خپرونه کې یې د هغه د وینا ځیني برخې سمې نه دې خپرې کړې.
د درمل یو شمیر واردونکي، د درملتونونو خاوندان او د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو اندېښمن دي وايي، پاکستان نه د درملو د وارداتو په بندېدو سره به درمل کم او بیې یې لوړې شي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت باید د بدیلو لارو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
پاکستان په خپلو قوانینو کې ژور بدلون وروسته تر دې راووست چې پارلمان ته وړاندې شوې لایحه تصویب شوه او دا لایحه ولسمشر توشیح کړه. له دې قانون سره چې روانه اونۍ په مشرانو جرګه کې هم بحث پر وشو اپوزسیون ډلې، تحریک انصاف سخت مخالفت وکړ خو دا ډله ونه توانیده چې د دې مخه ونیسي.
متحده ایالاتو پرون چهارشنبه ( د نومبر ۱۲مه) په څو هیوادونو کې پر اشخاصو او ادارو بندیزونه ولګول. بندیزونه ځکه ولګول شول چې دا اشخاص او ادارې د ایران د بالیستیک توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د تولید ملاتړ کوي.
یو شمېر افغانان په دې باور دي چې پاکستان سره د سوداګرۍ د بندېدو په اړه د طالبانو حکومت پرېکړه به، د خلکو ورځنۍ ستونزې زیاتې کړي. دویی وایي د وارداتو لپاره د بدیلو لارو د نه شتون په صورت کې به، په دې محدودیت سره د توکو بیې پورته او د بېکارۍ کچه هم لوړه کړي.
د ملګرو ملتو دوو مهمو موسسو د نړۍ په یوشمیر سیمو کې د لوړې کچې لوږې خبرداری ورکړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې په ګډ راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د ژورې اندیښنې وړ بللی دی
نور راوښيه