د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۰۸

په افغانستان کې د درمل پلورونکو اندیښنې په زیاتیدو دي


درملتون-کابل
درملتون-کابل

د درمل یو شمیر واردونکي، د درملتونونو خاوندان او د روغتیايي مرکزونو مسؤلینو اندېښمن دي وايي، پاکستان نه د درملو د وارداتو په بندېدو سره به درمل کم او بیې یې لوړې شي. دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې حکومت باید د بدیلو لارو په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د طالبانو حکومت له دې اعلان وروسته چې له پاکستانه به درې میاشتې ورسته د درملو واردات بند شي، د درملو یو شمیر واردوونکي، د درملتونونو خاوندان، او د روغتیايي مرکزونو مسوولین د دې پرېکړې د احتمالي پایلو په اړه اندېښنه څرګندوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د دې پرېکړې موخه د ټیټ کیفیت لرونکو درملو د وارداتو مخنیوی بللی، خو د دغو کسانو په باور، په داسې حال کې چې د افغانستان د درملو بازار لا هم تر ډېره په پاکستاني درملو پورې تړلی، دا اقدام کولای شي د درملو د کمېدو او د بیو د لوړېدو لامل شي.

د درملو یو واردوونکی احمدشاه نصیرزی وايي، له پاکستاني شرکتونو سره اوږدمهاله تړونونه لري او له یاد هیواده به د درملو په واردولو بندیز، دوی جدي ستونزو سره مخ کړي.

هغه د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۳مه، ازادي راډیو ته وویل:

"د افغانستان د درملو تجارت له ستونزو سره مخامخ کېږي، ځکه موږ له اوږدې مودې راهیسې له پاکستان سره سوداګري لرو او اوږدمهالي تړونونه لرو؛ نو ستونزو سره به مخ شو."

د درملو یو بل واردوونکی سید شبیر هاشمي د طالبانو له حکومته غواړي چې د بدیلو لاروپه برابرولو سره، سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي:

"په دې اړه باید داسې زمینه برابر شي چې موږ ته په اسانه او ساده توګه لارې پرانستل شي؛ بندرعباس شته او هوایي لارې هم شته، یخچالي، غیر یخچالي او کپسولي توکي دي باید خپل کیفیت له لاسه ورنه کړي."

د کابل ښار په سرای شمالي د یو درملتون خاوند، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي، د ده په درملتون کې ډیری درمل پاکستاني دي:

"د پاکستان د لارو په تړل کېدو سره د درملو په بیو کې ډېر توپیر راغلی؛ اوس که په بازار کې سل قلمه درمل د هند وي، شپاړس زره قلمه له پاکستان راځي."

د درملو دا واردوونکي او د درملتونونو خاوندان وايي، دا درمل له بېلابیلو شرکتونو واردېږي، چې د ځینو کیفیت ښه خو د ځینو ښه نه دی.

د یو شمېر روغتیايي مرکزونو مسوولین هم وايي چې د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول له هند څخه د درملو واردات د افغان ولس اړتیاوې په بشپړ ډول نه شي پوره کولای.

په کابل کې د یوه خصوصي روغتون مسوول شکیب کارګر، ازادي راډیو ته وویل:

" دا درمل با کیفیته وو که بې کیفیته موږ ورته اړتیا درلوده. اوس له هغه ورځې چې د تورخم لار تړل شوې، درملو کم شوي دي. هغه هندي درمل چې په کانټینر کې راځي د افغانستان اړتیا نه پوره کوي."

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان کړی چې د رئیس‌الوزرا د اقتصادي مرستیال د لارښوونې له مخې، د عقرب له ۲۱ مې نېټې څخه تر دریو میاشتو پورې د پاکستاني درملو له واردولو محصول اخېستل کېږي خو له هغې وروسته به د دغو درملو واردات بند شي.

په هغې اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۳مه، دغه وزارت په خپله ایکس پاڼه خپره کړې راغلي، ټولو هغو سوداګرو ته چې له پاکستان څخه درمل واردوي خبر ورکول کېږي، چې په درې میاشتو کې خپلې تجارتي معاملې تصفیه کړي او د وارداتو لپاره په جدي ډول له بدیلو لارې استفاده وکړي.

د اعلامیې پر بنسټ، دا پرېکړه د ټیټ کیفیت لرونکو درملو د وارداتو د مخنیوي په موخه شوې او ټینګار شوی چې د لوړ کیفیت لرونکو درملو د بدیلو وارداتي لارو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د طالبانو د حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر،، د نومبر په ۱۲مه، افغان صنعت‌کارانو او سوداګرو سره په یوه ناسته کې هغوی ته درې میاشتې وخت ورکړ، چې پاکستاني اړخ سره خپلې تجارتي معاملې راټولې کړي.

هغه په دې ناسته کې پاکستان تورن کړ چې سوداګري سیاسي کوي او زیاته یې کړه چې دې کار افغان او پاکستاني سوداګرو دواړه زیانمن کړي دي.

نوموړي وویل، تر کومه چې اسلام‌اباد دا تضمین ورنکړي چې تجارتي لارې به د هر ډول شرایطو په صورت کې نه تړي، د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به ځنډېدلې وي.

د یادونې ده چې پاکستان له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړلې دي.

دغه لارې د اکتوبر په ۱۱مه، د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډیورند په کرښه ترنښتو وروسته د پاکستان له‌خوا وتړل شوې او تر اوسه تړلې پاتې دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو چې پاکستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو له امله د یو شمیر درملو، خوراکي او ساختماني موادو بیې لوړې شوې دي.

XS
SM
MD
LG