د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۵۵

له ولسمشر ټرمپ څخه د بي بي سي بخښنه

په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر
په لندن کې د بي بي سي مرکزي دفتر

بي بي سي د امریکا د متحد ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه بخښنه وغوښته چې په یوې خپرونه کې یې د هغه د وینا ځیني برخې سمې نه دې خپرې کړې.

بي بي سي په ورته وخت کې اعلان وکړ چې د پانوراما په نوم خپرونه چې په هغې کې د ولسمشر ټرمپ دا خبرې خپرې شوې دي، نوره نه خپروي.

د ولسمشر ټرمپ وکیلانو تر دې مخکې ګواښ کړی و، چې بي بي سي دې بخښنه وغواړي او یو میلیارډه ډالره تاوان دې ورکړي.

د ټرمپ وکیلانو بي بي سي ته ویلي و چې د لندن په وخت د جمعې د شپې تر لسو بجو باید ځواب ورکړي.

د دې قضیې په تړاو د بي بي سي عمومي مشر ټیم ډیوي او د خبرو د برخې مشرې دیبرا ټرنس استعفاوې کړې دي.

د بي بي سي یوه ویاند وویل چې د دې شبکې وکیلانو د ټرمپ د وکیلانو لیک ته چې د یکشنبې په ورځ یې ترلاسه کړی دی، رسمي ځواب استولی دی. بل لور ته د بي بي سي د مشر سمیر شاه په وینا راغلي دي چې نوموړي د پنجشنبې په ورځ سپیني ماڼۍ ته بیل لیک استولی چې په هغه کې یې د ټرمپ د دوه زره یو ویشتم کال د جنوري د شپږمې د وینا د سمون له امله بخښنه غوښتې ده. همدا وینا په پانوراما خپرونه کې خپره شوې وه.

بي بي سي وویل چې دوی نه غواړي چې د ټرمپ مستند جوړ کړی فلم بیا خپور کړي. د بي بي سي مشر زیاته کړه چې دوی د ولسمشر ټرمپ د وینا د ایډیټ له امله پښیمانه دي خو دا ردوي چې د هغه د بدنامۍ په نیت یې داسې کار کړی دی.

د ټرمپ د دوه زره یو ویشتم کال د جنوري د شپږمې نیټې په وینا کې دی وایي، موږ د کانګرس ودانۍ ته ځو او موږ به خپل زړور سناتوران د کانګرس غړي او غړې وهڅوو.

خو څه باندې پنځوس دقیقې وروسته یې ویلي و چې موږ مبارزه کوو، موږ سخته مبارزه کوو.

د دوه زره څلرویشتم کال په پانوراما خپرونه کې دا دواړه جملې سره یوځای داسې راغلې دي چې ټرمپ وایي، موږ به د کانګرس ودانۍ ته ولاړ شو...زه به له تاسو سره یم. موږ مبارزه کوو، موږ سخته مبارزه کوو.

هغه وخت د کانګرس پر ودانۍ مظاهره چیانو یرغل کړی و او د ولسمشر ټرمپ دا خبرې بي بي سي د دوه زره څلرویشتم کال د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې خپرې کړې وې، په دې ډول په خپرونه کې داسې ښکاریده چې ټرمپ خپل ملاتړي تشدد ته هڅوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG