د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۳ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

د بې پولې ډاکټرانو سازمان: په ختیځ کې د ژمي له رارسیدو سره خلک خورا ناهیلي دي


عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي د افغانستان په ختیځ کې د ژمي په رارسیدو سره خلک خورا ناهیلي او اندېښمن دي. دې سازمان په یوه بیان کې ویلي، په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې زرګونه خلک زیانمن کړي، چې ډیری ژغورل شوي کسان اوس په موقتي کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي. په ورته وخت کې د افغانستان په ختیځ کې په ځانګړې ډول په کونړ ولایت کې یو شمېر زلزله ځپلي وايي، په ژمي کې د هوا په سړېدو ناروغۍ زیاتې شوي، تر خیمو لاندې ژوند ورته سخت دی او خپل راتلونکي ته اندیښمن دي.

فرید د ۲۲ کسیزې کورنۍ سرپرست او د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس کلي کې د اګسټ د ۳۱مې له زلزله ځپلو څخه دی. ده د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د هوا په سړېدو ناروغۍ زیاتې شوي، تر خیمو لاندې ژوند ورته خورا سخت شوی او د حکومت او نړیوالو موسسو مرستو ته اړ دی:

"هوا ډېره سړه ده، هېڅ ګذاره نه کېږي، زما یو ماشوم ناروغ و، پرون مې ډاکتر ته بیولی و، ۳۵۰۰ افغانۍ مې ورته درمل واخیستل، نن یې بیا همغه حالت دی، بیا مې ډاکتر ته راوستی، خدای دې وکړي چې ښه شي، دلته ستونزې ډېرې دي، موږ غواړو چې موږ ته سره سرپناوې جوړې شي."

د کونړ ولایت د دیوه ګل درې اوسېدونکی او زلزله ځپلی نېک محمد هم ورته شکایت لري:

تر خیمې لاندې ژوند نه کېږي، موږ کوچني ماشومان لرو چې سینه بغل شوي دي، که موږ ژمی دلته پاتې شو، له ډېرو ستونزو سره به مخ شو

"اوس ژمی رارسېدلی او په خیمه کې ژوند موږ ته ډېر سخت دی، تر خیمې لاندې ژوند نه کېږي، موږ کوچني ماشومان لرو چې سینه بغل شوي دي، که موږ ژمی دلته پاتې شو، له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شو، زموږ ماشومان به مړه شي ځکه شدید زکام او سینه بغل دي، موږ اړ یو چې خیمې پرېږدو او د خپلو خپلوانو کره ولاړ شو، دلته موږ د سرپناه ستونزه لرو."

دوی وایي چې د بېلابېلو ناروغیو سربېره ډېری زلزله ځپلي له روحي او رواني ناروغیو هم ځورېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې ډاکټرانو سازمان (ام اس اف) راپور ورکړی چې د ژمي په رارسیدو سره د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سیمو خلک خورا ناهیلي او اندېښمن دي.

«ام اس اف» په هغه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ « د نومبر په ۱۲مه» یې په خپله ویب پاڼه خپور کړی ویلي چې په کونړ ولایت کې وروستۍ زلزلې زرګونه خلک زیانمن کړي، چې ډیری ژغورل شوي کسان اوس په موقتي کمپونو کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان دا په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر ټولو وژونکې زلزله بللې او زیاته کړې یې ده چې زرګونه زیانمنې کورنۍ بې ځایه شوې دي.

دې سازمان راپور ورکړی چې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان چې د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په دوو کمپونو کې ژوند کوي له رواني کړاوونو او روحي نارامیو ځورېږي.

په کونړ کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان یوې ډاکټرې ناهیدې نور ویلي: "د زلزلې غږ او د ویجاړۍ صحنې لا هم د ژونديو پاتې شویو کسانو په ذهنونو کې دي."

دې سازمان دا خبرداری هم ورکړی چې د هوا په سړېدو سره د فصلي تنفسي ناروغیو لکه شري او تور ټوخي د زیاتېدو احتمال شته او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې په دغه هیواد کې د بې ځایه شویو ټولنو بشري ملاتړ ته دې دوام ورکړي.

«د اګست په ۳۱مه» د افغانستان په ختیځ په ځانګړې ډول کونړ ولایت یوه سخته زلزله وشوه، چې له ۲۲۰۰ څخه ډیر کسان یې مړه او نږدې ۴۰۰۰ یې ټپیان کړل او شاوخوا ۷۰۰۰ کورونه یې هم ویجاړ کړل.

د افغانستان په ختیځ کې له زلزلې وروسته د دوشنبې په سهار «د نومبر په ۳مه،» د افغانستان په شمالي ولایت کې هم زلزله وشوه.

د افغانستان په ختیځ او شمالي سیمو کې وروستیو زلزلو پراخه مرګ ژوبله او درانه مالي زیانونه واړول.

د روان کال دې مرګونو زلزلو سلګونه کورنۍ اغیزمنې کړې دي.

له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو راستنیدو او د نړیوالو مرستو کمښت هم د زلزلې د قربانیانو پر وړاندې ننګونې زیاتې کړې او په افغانستان کې یې اندیښنې راپارولي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (یو اچ سي ار ) د چهارشنبې په ورځ (د نومبر په ۱۲مه) خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې دننه سرچینې مخ په کمېدو دي.

د دې سازمان د اټکلونو له مخې، هره ورځ شاوخوا ۷۰۰۰ کسان افغانستان ته ستنېږي.

ملي او نړیوالو مرستندویه سازمانونو هم په دوامداره توګه په ژمي کې د هوا له سړېدو مخکې له زیانګالو کورنیو سره د سمدستي مرستې پر اړتیا ټینګار کړی دی.


XS
SM
MD
LG