د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

د ملګرو ملتو د قحطۍ خبرداری او د مرستو غوښتنې


له افغانانو سره بشري مرستې-ارشیف
له افغانانو سره بشري مرستې-ارشیف

د ملګرو ملتو دوو مهمو موسسو د نړۍ په یوشمیر سیمو کې د لوړې کچې لوږې خبرداری ورکړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې په ګډ راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت هم د ژورې اندیښنې وړ بللی دی

د ملګرو ملتو دو موسسو خبرداری ورکړ چې د غزې او سودان په ګډون د نړۍ په لسګونو ځایونو کې خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغو ادارو نن له نړیوالو څخه د بیوزلو د لاسنیوي غوښتنه وکړه؛ دا هیله په داسې حال کې شوې چې نړیوالې مرستې کمې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام( ډبلیو ایف پي) او د ملګرو ملتو د خوړو او کرنې موسسې( ایف اې او) په ګډ راپور کې هایتي، مالي، جنوبي سودان او یمن د سختې لوږې له جدي خطر سره د مخامخ هیوادونو په ډله کې راوستې دي.

په دې راپور کې همداراز راغلې دي چې افغانستان، کانګو، میانمار، نایجریا، سومالیا او سوریه د هغو هیوادو په کتار کې راځي چې هغوی ته اندیښنې زیاتې دي.

ډبلیو ایف پي او ایف اې او په خپل راپور کې زیاتوي چې د بشري مرستو کمیدل د دې سبب کیږي چې له کډوالو سره د مرستې بهیر زیانمن کړي او خورا زیانګالو ته مرستې ونه رسیږي.

د ملګرو ملتو د دغو موسسو په ګډ راپور کې دا یادونه هم شوې ده چې د اکتوبر تر اخره یې لس میلیارډه او پنځه سوه میلیونه ډالر مرستې ترلاسه کړې دي او دوی له اټکل سره سم نهه ویشت میلیارډه ډالرو ته اړتیا لري.

د ایف اې او عمومي رییس کیو یو ډونګیو وایي، د قحطۍ مخنیوی یوازې اخلاقي دنده نه ده، دا د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره عاقلانه پانګونه ده. ښاغلي ډونګیو زیاته کړه چې سوله د خوراکي موادو د خوندیتوب لپاره یو شرط دی او د خوړو حق یو اساسي بشري حق دی.

د امریکا متحد ایالتونه پروسږکال د ملګرو ملتو د دغو دوو موسسو اصلي تمویلونکی وو، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ حکومت د امریکا بهرنۍ مرستې کمې کړې دي او د نړۍ ګڼو نورو هیوادونو هم په خپلو پراختیایي او بشري مرستو کې کمښت راوستی دی.

XS
SM
MD
LG