فرانسوي چارواکي او څیړونکي په دې باور دي چې د داعش او القاعده اوسنۍ وړتیا لا هم د نړۍ امنیت ته یو ګواښ دی، خو زیاتوي، اروپا کې یې د احتمالي خطر کچه کمه شوې.
د دوی په وینا یو وخت داعش او القاعده وړتیا درلوده چې کسان و روزي او د برید په موخه یې اروپا ته واستوي، خو په خبره یې منځني ختیځ په ځانګړې توګه عراق او سوریه کې د دغو ډلو ځپنې له هغوی دا وړتیا اوس اخیستې ده.
فرانسوي څیړونکی او د جهادي ډلو کارپوه میرس هېکر بیا له یوې بلې اندیښنې پرده پورته کوي، هغه دا چې اوس داعش او القاعده اروپا ته جنګیالي نه شي استولی، خو په تبلیغاتو سره د اروپا دننه خلک خپلولی شي.
هېکر فرانس پریس ته ویلي، تازه په فرانسه کې د داعش له تبلیغاتو سره د تړاو په تور یو افغان تبعه نیول شوی او په وینا یې دا د داعش او القاعده د ګواښونو په بڼه کې د بدلون یوه نښه ده.
فرانس پریس که څه هم نه دي ویلي چې دغه افغان د کومې پیښې په تور، چېرته او څه وخت نیول شوی، خو د هېکر په وینا له داعش او القاعده څخه الهام اخیستل د ګواښ یوه نوې بڼه ده. " داسې ښکاري چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې د اسلامي دولت ډلې ( داعش) د بریدونو لپاره محدود ظرفیت پیدا کړی، خو تراوسه دغې موضوع پر اروپا اغیز نه دی کړی. دوی که د هدفي بریدونو هڅه هم کړې، شنډه شوې ده. نن سبا ( الهام بښونکې) ترهګرۍ یو اصلي ګواښ دی. همدا څو ورځې وړاندې فرانسه کې یو افغان ونیول شو چې د داعش له تبلیغاتو متاثره شوی و."
د فرانسې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط فرانس پریس ته ویلي، داعش یو وخت سوریه او عراق کې ځالې او مرکزونه درلودل، خو په وینا یې اوس هلته له پښو لویدلي.
فرانسوي چارواکو دغه څرګندونې د نومبر په ۱۳مه، د داعش له خوا د پاریس د خونړي برید د لسمې کلیزې په مناسبت کړي دي.
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د ۲۰۱۵ کال د نومبر په ۱۳مه د پاریس د کنسرت پر یوه سالون او شاوخوا رستورانتونو، کافي شاپونو او فوټبال ستډیوم باندې وسله وال او ځانمرګي بریدونه وکړل.
هغو بریدونو کې ۱۳۰ تنه ووژل شول.
د فرانسې د یوې امنیتي سرچینې په وینا، له کومې ورځې چې ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش مشر ابوبکر البغدادي او بیا ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د القاعده دویم نمبر مشر ایمن الظواهري وژل شوی، د دغو دواړو ډلو مشرتابه کمزورې شوې.
د راپورونو له مخې د القاعده اوسنی مشر سیف العدل او د اسلامي دولت ډلې مشر ابو حفص الهاشمي القریشي د خپلو پخوانیو مشرانو الظواهري او بغدادي په څېر نوم او شهرت نه لري.
د فرانسوي چارواکو په وینا، دغه مشران اوس د خپلو ډلو سم مدیریت هم نه شي کولای.
د فرانسې یوې امنیتي سرچینې د داعش د اوسني شمېر په اړه هم ځینې ارقام ورکړي دي.
دوی ویلي، اوس مهال سوریه کې د ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ پورې داعش غړي فعالیت لري.
په افریقا کې بیا د داعش د جنګیالیو شمېر د ۶ زرو او ۷ زرو ترمنځ ښودل شوی دی.
راپور کې د القاعده شبکې د غړو د احتمالي شمېر په اړه څه نه دي ویل شوي.
په اسیا له هغې ډلې افغانستان او ایران کې هم د داعش بریدونو او ګواښونو ته اشاره شوې، خو فرانسوي چارواکو ویلي، د طالبانو حکومت له داعش سره موثره مبارزه کړې ده.