د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۱۶

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې انسان په هر عمر کې د شکر په ناروغۍ اخته کېدای شي


د شکر د کچې د معلومولو وسیله
د شکر د کچې د معلومولو وسیله

نن، د نومبر ۱۴مه، د دیابت یا شکر ناروغۍ نړیواله ورځ ده. په افغانستان کې په شکر اخته یوشمېر ناروغان او د هغو کورنۍ وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د دوامدارې درملنې توان نه لري.

۳۰ کلنه عاطفه چې د دریو ماشومانو مور او د بامیان ولایت اوسیدونکې ده، له څلورو کلونو راهیسې په دیابت یا «شکر» ناروغۍ اخته ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل، دا ناروغي ډیری وخت د دې د ستړیا، تندې، لوږې، ساه لنډۍ، پرله پسې ادرار او ان بې حوصلېږۍ لامل کیږي."زه له څلورو کلونو راهیسې د شکر په ناروغۍ اخته یم، زه دا ناروغي د ګولیو او یوناني بوټو په خوړلو کنټرولوم، که دا د ګولیو او رژیم له لارې کنټرول نه شي، انسولین اخلم، دې ناروغۍ سره، که په دې ناروغۍ اخته وې او چېرې ولاړ شئ، هیڅ شی هم نشې خوړلی، باید پرهېز وکړم، یا که د زرق وړ درمل واخلم، باید هرچیرې چې ځم له ځانه سره یې یوسم، ډیره سخته ده."

عاطفه وايي دا چې هغه پخوانۍ روغتیايي کارکوونکې وه، نو کولای شي په کور کې د خپلې وینې شکر کنټرول کړي او خپلې روغتیا ته متوجه اوسي.

د شکر د ناروغانو بدن د ګلوکوز د مصرف توان له لاسه ورکوي او ځکه یې د وینې د قند یا ګلوکوز کچه لوړېږي.

د کابل اوسېدونکې فرزانه وايي چې ترور یې له څو کلونو راهیسې د شکر ناروغي لري او وخت په وخت له کنټروله وځي او وضعیت یې خرابیږي. نوموړې وايي"دا یوه ډېره خطرناکه ناروغي ده، کله چې د هغې د شکر کچه لوړه شي، نو د وینې فشار یې هم لوړیږي، او حالت یې خرابیږي. څو ورځې وړاندې مې په ترور د شکر حمله راغله، درې شپې په روغتون کې بستر وه، دوی ورته انسولین تطبیق کړل، میړه یې هم بې کاره دی، اقتصاد یې هم ښه نه دی، چې شکر یې په وخت کنټرول نه شي، نو حالت یې ډېر خرابېږي."

دا اندیښنې په داسې حال کې دي چې د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د افغانستان څانګه د شکر ناروغۍ په وخت کنټرول او پاملرنې ټینګار کوي، او وايي چې که درملنه یې ونه شي، نو د جدي عوارضو رامنځته کېدو لامل به شي.

دې سازمان د نوامبر په ۱۴مه د دیابت یا د شکر ناروغۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي، په افغانستان کې شکر ناروغي کولی شي د ژوند په هر پړاو کې له ماشومتوبه تر پاخه عمر لرونکي خلک اغیزمن کړي.

د نومبر ۱۴مه د دیابت یا شکر نړیواله ورځ هر کال د دې ناروغۍ د خپریدو او د هغې د مخنیوي د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه نمانځل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان برخې د شکر ناروغۍ لرونکو افغان ناروغانو لپاره د لاسرسي وړ پاملرنې، پوهاوي او ملاتړ سیسټمونو غوښتنه کړې ده.

د شکر ناروغي د زړه او مغزو د حملو، د پښتورګو د نه فعالیت، ړوندوالي او د غړو د پرې کېدو یو مهم عامل دی.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په ۲۰۱۴ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۲ میلیونه لویان له دیابت یا شکر ناروغۍ سره ژوند کاوه، په داسې حال کې چې د دې سازمان په ټکو، دا شمېره په ۱۹۸۰ کال کې ۱۰۸ میلیونه وه.

د یاد سازمان په خبره دا وده د اضافي وزن او چاقۍ په ګډون له شکر ناروغۍ سره تړلې خطر لرونکو لاملونو د زیاتېدو نښه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، شکر ناروغي د ړوندوالي، د پښتورګو د نه فعالیت، د زړه د حملې، مغزي حملې او د غړو د پرې کېدو یو اصلي لامل دی.

خو دا سازمان وايي چې د روغتیايي رژیم ساتل، منظم فزیکي فعالیت او د مخدرو توکو له کارولو ډډه کول کولای شي د دوهم ډول شکر ناروغۍ مخه ونیسي یا یې وځنډوي.

ډاکټران وايي، دیابت یا "شکر" هغه ناروغي ده چې د انسان بدن د ګلوکوز د کارولو توان نه لري او د انسان په وینه کې د قند یا ګلوکوز کچه لوړه وي.

د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر فرید الله عمري د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې د لارو چارو په اړه ازادي راډیو ته وویل"دا ناروغان باید توصیه شوي درمل په سمه توګه وکاروي، دوهم دوی باید هره ورځ لږترلږه یو ساعت سپورت وکړي، دریم، دا ناروغان باید خواږه خواړه لکه کیک، کلچې، شیریني او ځینې میوې ونه خوري، د مخنیوي په برخه کې، دوی باید لومړی صحي خواړه ولري، ورزش وکړي، په هرو شپږو میاشتو کې د دوی د وینې قند باید معاینه شي، او کافي خوب وکړي."

ښاغلي عمري وايي چې په خلکو کې د دې ناروغۍ نښې نښانې ډېره تندې، لوږه، د ادرارو ډېرېدل، ستړیا او کمزوري ده.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په افغانستان کې د دې ناروغۍ د اغیزمنو خلکو د شمیر په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو له دې وړاندې یاد وزارت په دې هېواد کې د دې ناروغۍ د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو خبره کړې وه.

افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې د شکر ناروغانو لوی شمیر لري، او دا ناروغان د منظمې روغتیا پالنې او مناسبې تغذیې د نشتوالي له امله له جدي شرایطو ځورېږي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر معلوم نه دی، خو د شکر ناروغۍ نړیوال فدراسیون په ۲۰۲۱ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر یو میلیون دی.

XS
SM
MD
LG