د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۴

د ترافیکي پېښو د قربانیانو د یاد نړیواله ورځ; د مسافرو ژوند ولې له خطر سره مخامخ کیږي؟


 عکس له ارشیفه
عکس له ارشیفه

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو یو شمېر خپلوان وايي، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د څار نشتوالی، د مسافرو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

هیواد دقیق چې د روان کال د اګست په ۲۶ مه یې یو نږدې ملګری د کابل – کندهار په لاره په یوه مرګونې ټرافیکي پېښه کې مړ شوی د شنبې په ورځ د نومبر په ۱۵ مه یې ازادي راډيو ته وویل:

حکومت داسې کسانو ته د موټر چلولو اجازه لیک ورکوي چې اصلا یې حق دار نه دي، موټر چلونکي ډېره بې احتیاطي کوي.

" الله دې یې وبښي، میوند خان له کابله کندهار ته روان و چې په لاره کې د ترافیکي قوانینو د نه مراعت او د سړکونو د خرابوالي له امله په یوه ترافیکي پېښه کې ومړ. حکومت داسې کسانو ته د موټر چلولو اجازه لیک ورکوي چې اصلا یې حق دار نه دي، موټر چلونکي ډېره بې احتیاطي کوي."

دا کیسه د افغانستان په لویو لارو کې د ټرافیکي پېښو له امله د رامنځته شویو پېښو یوه بېلګه ده.

د کابل –کندهار او کابل – جلال اباد لار په اوسط ډول نږدې هره ورځ د داشان پېښو شاهده وي.

د جلال اباد ښار یوه اوسېدونکي شفیق غیرت مل ازادي راډیو ته وویل، چې څو ورځې وړاندې یې د کورنۍ له غړو سره یو ځای د کابل – جلال اباد په لویه لار یوه ټرافیکي حادثه وکړه چې په خبره یې د کورنۍ غړي یې سطحي ټپیان شول:

"څو ورځې مخکې مو له جلال اباد نه کابل ته سفر درلود، د واده په ورا کې روان وو، د خاکي تونل په سیمه کې له دې پېښې سره مخ شو، ځکه په دې لاره ډېر وخت باران نه دی شوی او په سړک موبلایل او تیل چپه شوي او سړک یې خوی کړی و، موټر خویه شو او کندې ته وغورځېده."

دی وايي د کابل – جلال اباد لاره تل د مرګونو ټرافیکي پېښو شاهده وي او د دغه ډول پېښو اصلي لامل د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي نښو نشتوالی او د موټر چلونکو بې پروايي ده.

خو یو موټر چلونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته یې وویل:

اصلي ستونزه دا ده چې سړکونه ډېر تنګ دي، یو طرفه دي، پر اته متره دوه طرفه سړک پر یو وخت شل موټر روان وي

"اصلي ستونزه دا ده چې سړکونه ډېر تنګ دي، یو طرفه دي، پر اته متره دوه طرفه سړک پر یو وخت شل موټر روان وي، دغه شان موټر چلونکي هم ډېره پوهه نه لري، هر چا موټر اخیستي او اشترنګ ته ناست دی، بله ستونزه داده چې ځینې موټرې د افغانستان لاس نه دي، د دې ترڅنګ د شپې له لوري ځینو موټرو ته ډېر تېز لایزري لایټونه لګول شوي چې د بل موټر چلونکي سترګې نیسي او بیا داشان ستونزې رامنځته کیږي."

د طالبانو د حکومت د ټرافیکو د عمومي مدیریت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل، که څه سږ کال د دغه ډول پېښو له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې دقیقې شمېرې نشته خو په خبره یې د دوی د ادارې د ځینو اقداماتو په کولو سره د ټرافیکي پېښو په شمېر کې کموالی راغلی دی.

خو نوموړي د دغه اقداماتو جزیات ورنه کړل.

دې ادارې له دې وړاندې ویلي وو د ۱۳۰۴ کال له حمل تر جدي میاشتې پورې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه شوي او لږ ترلږه ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د حکومت د ټرافیکو د عمومي مدیریت د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا نن یکشنبه د نومبر ۱۶ مه ازادي راډيو ته وویل، چې په افغانستان کې په ټوله کې د موټر چلونکو د بې پروايۍ او دغه شان د ټرافیکي قوانینو د نه مراعت کولو له امله پېښې رامنځته کیږي.

نوموړي دغه شان وویل چې لویې لارې هم په معیاري ډول نه دي جوړې شوي:

" سړکونه هم چې د خوندیتوب لامل کیږي په معیاري بڼه نه دي جوړ شوي، که سړکونه په معیاري ډول جوړ شي د پېښو په مخنیوي کې ۵۰ سلنه رول لري، د پېښو ۲۵ سلنه مخنیوی بیا ټرافیکي فورم پورې اړه لري او دغه شان ۲۵ سلنه نور په ټرافیک پولیسو پورې خو له بده مرغه زموږ سړکونه په معیاري ډول نه دي جوړ شوي."

په تېرو نږدې دوه لسیزو کې د افغانستان د سړکونو نا مناسب وضعیت، په سړکونو د څراغونو او نښو نه موجودیت، د زړو موټرو شتون، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او دغه شان د ټرافیکي قوانینو نه مراعت هغه څه دي چې له امله یې مرګونې ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي.

د یادونې ده چې روان کال د اګسټ په ۱۹ مه د اسلام کلا – هرات په لاره مرګونې ټرافیکي پېښه وشوه چې له امله یې لږ ترلږه ۷۹ کسان مړه شول.

له دې څو ورځې وروسته د اګسټ په ۲۶ مه د کابل – کندهار په لویه لار د ارغندي په سیمه کې د مسافر وړونکي بس موټر د چپه کېدو په پېښه کې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شول.

نن د نومبر ۱۶ مه د ټرافیکي پېښو د قربانيانو د یاد نړیواله ورځ ده.

دا ورځ هر کال د ټرافیکي پېښو د قربانیانو د یادولو، د قرباني شویو کسانو له کورنیو سره د همدردۍ او دغه شان د ټرافیکي پېښو د مخنیوي د لارو چارو په پار نمانځل کیږي.

دا ورځ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۳ میلادي کال د روډ پیس "RoadPeace" بنسټ له لوري رامنځته شوه.


XS
SM
MD
LG