د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) تازه په یو ګډ راپور کې ویلي، د روانې نومبر میاشتې له دوهمې د همدې میاشتې تر اتمې نېټې پورې له ۱۳ زرو زیات افغانان په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي دي.
دوی وایي، دغه توقیفونه د یوې تېرې اونۍ پرتله ۷۲ سلنه زیات شوي.
په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان کډوال هم وايي له دې امله سخت په ستونزو کې دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي یکشنبه د نومبر په ۱۶ مه ازادي راډيو ته وویل، د دوی سیمې ته هره ورځ پولیس ورځي او ګڼ بې اسناده افغانان نیسي:"پولیس نه شپه ګوري نه ورځ راځي او افغانان ډېر بې عزته کوي او له ځانونو سره یې وړي، دوی له یوې خوا د ویزې تمدید بند کړی او له بله خوا یې د افغانانو نیولو ته زور ورکړی دی، دلته ټول افغانان له ډېرو ستونزو سره مخ دي."
له دې نیونو ان هغه افغان کوچیان هم خوندي نه دي چې له لسیزو په دغه هیواد کې اوسېږي.
د خیبرپښتونخوا په مانسهرې سیمه کې میشت کوچي محمد زمان ازادي راډيو ته وویل، همدا پرون هم د دوی پنځه کسان نیول شوي دي: "موږ خو داسې خلک یو چې میاشت دلته، شل شپې بل چرته، د اوړي ناران او همداسې ان بابو سرټاپ ته ځو، اوس دا شل شپې یا یوه میاشت کیږي چې دلته مانسهرې ته راښکته شوی یو، خو دوی وايي خپل وطن ته لاړ شئ، پرون یې هم زموږ څو کسان یوړل او اوس هم بندیان دي."
د دغه کوچیانو یوه استازي حاجي سعید خان هم ازادي راډيو ته وویل:" هر کور دلته له پنځه تر شپږ سوه میږې لرو، موږ خو اوړی په ناران تیروو او ژمي کې لاندې راښکته کیږو، اوس موږ په بازار کې دوی نه پرېږدي، مالداري مو له ستونزو سره مخ ده، موږ دا غواړو چې موږ ته وخت راکړي چې زموږ دا میږې او پسونه خرڅ شي ځکه اوس نه خرڅیږي، ان قصاب یې نه اخلي، د قربانۍ مال هم نه پلورل کیږي او میږې بلاربې دي یو بد وضعیت کې رایسار یو."
دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو، این، ایچ، سي ار) او د کډوالۍ نړیوال سازمان (ای، او ایم) ویلي، په وروستیو اونیو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او توقیف کولو بهیر چټک شوی دی.
دغو دواړو سازمانونو جمعه د نومبر ۱۴ مه په یو ګډ راپور کې چې په ریلیف ویب پاڼه خپور شوی ویلي، د روانې میاشتې له دوهمې د همدې میاشتې تر اتمې نېټې پورې ۱۳ زره او ۳۸۰ افغانان په پاکستان کې نیول شوي او توقیف شوي چې د یوې تېرې اونۍ په پرتله ۷۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور په ټکو ۷۶ سلنه نیول شوي او ډيپورت شوي د (اې سي سي) کارت لرونکي او بې اسناده افغانان دي او ۲۴ سلنه نور بیا د ( پي او ار) کارت لرونکي دي.
راپور وايي، دا کسان ډیر له بلوچستان او پنجاب ایالتونو نیول شوي دي.
د (یو، این، ایچ، سي ار) او(ای، او ایم) موندنې ښيي چې د نومبر له ۲ تر اتمې ۵۵ زره او ۷۶۸ افغانان له پاکستان خپل هیواد ته ستانه شوي چې په دوی کې ۷۵ سلنه جبري ایستل شوي دي.
په پاکستان کې میشت افغانان وايي چې د نیولو او شړلو دې بهیر داسې مهال زور اخیستی چې له تېرو پنځه میاشتو راهیسي پاکستان د دوی د ویزو د تمدید مخه نیولې او اوس مهال دوی له قانوني اسنادو پرته په ویره کې ژوند کوي.
په دوی کې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت پخواني امنیتي ځواکونه، مدني او د بشري حقونو فعالان، خبریالان، هنرمندان، د ښځو د حقونو فعالانې او نور زیانګالي کسان شامل دي چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته یې د خپل سر د خوندیتوب، نورو هیوادونه د خپلو کیسونو د پروسس، اقتصادي ستونزو او خپلو لوڼو د تعلیم په موخه خپل خپل وطن پرېښی دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مخکې ویلي وو، خپل هیواد ته د افغان کډوالو جبري ستنونې نوې څپې ډیری ستنېدونکي له هغه ملاتړ او پناه بې برخې کړي چې ورته اړتیا لري.