د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۵ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

کابل ته د تاجکستان د یوه جګپوړي پلاوي سفر


د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون ویلي یو لوړ پوړی تاجکستانی پلاوی کابل ته رسېدلی دی.

نن شنبه د نومبر ۱۵ مه ملي ټلویزیون په خپله اېکس پاڼه په یو خبر کې لیکلي دي چې په دې پلاوي کې د هغه هیواد د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو امنیتي او اداري استازي شامل دي او له بیلابیلو طالب چارواکو سره به د راتلونکو همکاریو او په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت په اړه هم بحثونه وکړي.

په تاجکستان کې د افغانستان دسفارت چارې د تېر جمهوري حکومت د استازي ظاهر اغبر له خوا سمبالیږي.

نوموړی په ښکاره د طالبانو د حکومت له سر سختو منتقدینو څخه دی.

که څه هم د تاجکستان او لا تراوسه د دغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو په دوشنبه کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي برخې ازادي راډیو ته د یوې اعلامیې په استولو ویلي چې دواړه هیوادونه له کلونو کلونو سره اړیکې لري او دا چې که کابل ته تللی پلاوی د سفارت په اړه خبرې کوي نو دا یې حق دی او دا چې هغه هیواد خپله ښه پوهیږي.

پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړ پوړی تاجکستانی پلاوی افغانستان ته سفر کوي.

له دې څه موده مخکې د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا تاجکستان ته تللی وو او له بیلابیلو چارواکو سره یې لیدلي وو .

تاجکستان له افغانستان د ناامنۍ په ځانګړي ډول د داعش خراسان څانګې د وسله والو په اړه اندېښنه لري.

د روانې نومبر په ۴ مه د ګډ امنیتي تړون سازمان ویلي وو افغانستان د دغه سازمان د غړو هېوادونو امنیت ته " د یوه جدي ګواښ" په توګه پاته دی.

د دې سازمان سرمنشي په مسکو کې د ګډو ګټو هېوادونو د امنیت شورا په ۱۳مه غونډه کې وویل چې تراوسه په افغانستان کې د ثبات او سیاسي ارامۍ لپاره اوږده لاره مخکې ده.

روسیه، تاجکستان، قرغېزستان، قزاقستان، بلاروس او ارمنستان د ګډ امنیتي تړون سازمان غړي هېوادونه دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په خپل خبر کې لیکلي چې کابل ته د تاجکستان له لوړي پلاوي سره به په لیدنو کتنو کې دواړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي او اقتصادي موضوعاتو هم بحثونه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اکتوبر میاشتې له ۱۱ مې راهیسي د ډیورنډ په کرښه د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تر سختو نښتو وروسته له پاکستان سره ټولې لارې په یو اړخیز ډول د هغه هیواد له لوري تړل شوي دي او هیڅ ډول دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانیزیټ ته اجازه نه ورکول کیږي.

څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دغه کار په غبرګون کې له پاکستان سره په هر ډول سوداګرۍ بندیز اعلان کړو او افغان سوداګرو ته یې خبرداری ورکړو چې باید له پاکستاني اړخ سره په راتلونکو دریو میاشتو کې خپلې ټولې هوکړې پای ته ورسوي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغنی برادر له افغان سوداګرو او صنعت کارانو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای دې په بدیلو لارو فکر وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د دوی د بدیلو لارو په فکر دي او د منځنۍ اسیا په ځانګړي ډول تاجکستان په دې برخه کې ښه بدیل کېدای شي.

د دې خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وویل که څه هم اوس مهال د تاجکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له بیلابیلو هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه د پام وړ غوړېدلې ده خو په خبره یې افغان سوداګر هڅه کوي چې د پاکستان پر ځای هغه هیوادونو ته مخه کړي.

(له تاجکستان نه سیمنټ او سیخ ګول افغانستان ته وادریږي، او له پاکستان سره تر ستونزې وروسته هڅه روانه ده چې د سیمنټو واردات زیات شي، له دې خوا زموږ وچه او تازه میوه ده چې د تاجکستان له لارې له چین سره نښلو او دا په شیرخان بندر کې کیږي او ډېره مهمه ده، نو تاجکستان زموږ د سوداګرۍ یو ښه شریک دی او ډېره ښه سوداګري ورسره روانه ده.)

نوموړی وایی که څه هم له تاجکستان سره د ویزو د ورکړې په برخه کې یو څه ستونزې شته خو د هغه په خبره هیله مندي شته چې دا ستونزه به هم ژر حل شي.

په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې له پاکستان سره د ستونزو له امله افغانستان اوس مهال له ایران او منخڼۍ اسیا سره سوداګري زیاته کړې دی.

په راپور کې راغلي دي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران سره د افغانستان د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ۱ عشاریه ۶ ملیارډه ډالرو ته رسېدلې ده.

د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان هم وايي د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د پاکستان پر ځای له نورو ګاونډیو هیوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه پراخه کړي.

د همدې هڅو په لړ کې تازه نن د نومبر ۱۵ مه د ایران د ایرنا خبرې اژانس خبر ورکړی چې د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشري یو پلاوی د ایران سیستان بلوچستان ولایت ته تللی دی او دواړه لوري به د سوداګرۍ په پراختیا خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG