د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۳۹

د اوکراین پر پلازمېنه او نورو ښارونو د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو حملو مرګ ژوبله اړولې ده


د اوکراین د پلازمېنې کییف یوه ناحیه، د نوامبر په ۱۴مه
د اوکراین د پلازمېنې کییف یوه ناحیه، د نوامبر په ۱۴مه

په داسې حال کې چې د اوکراین پر ملکي تاسیساتو د روسیې حملې روانې دي، پر پلازمېنه کییف او نورو ښارونو د مسکو پرونیو حملو یوشمېر کسان ووژل او د یوې امېندوارې ښځې په ګډون لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي پر خپله ټلګرام پاڼه لیکلي دي چې روسي ځواکونو د نوامبر په ۱۴مه د ۴۳۰ بې پیلوټه الوتکو او ۱۸ توغندیو په وسیله پر دې هېواد حملې وکړې. ښاغلي زیلینسکي دا په تېرو څو میاشتو کې د روسیې د ډېرو لویو حملو له ډلې وبللې.

زیلینسکي وویل، په سومي، اودیسې او خارکییف ښارونو کې هم ځینې ځایونه په نښه شوي دي. د نوموړي په وینا د اوکراین دفاعي ځواکونو ۴۰۵ بې پیلوټه الوتکې او د دوو کینژال ډوله بالستیک توغندیو په ګډون د روسیې ۱۴ توغندي شنډ کړي دي خو هغه تایید کړه چې د کییف په ۱۳ سیمو کې د توغندیو ټوټې راپرېوتي او په لسګونه نورو سیمو کې یې زیانونه اړولي دي.

د اوکراین ولسمشر دا حملې وغندلې او زیاته یې کړه چې په ترڅ کې یې لسګونه لوړپوړیزې ودانۍ او روغتونونه سخت زیانمن شوي او د آذربایجان سفارت هم د سکندر ډوله توغندي په وسیله په نښه شوی دی.

د آذربایجان د بهرنیوچارو وزارت هم تایید کړې چې په دې برید کې د دې هېواد د سفارت یو دېوال نړېدلی او د پام وړ زیان وراوښتی دی.

د کییف د پوځي ادارې مشر تیمور تکاچنکو وايي چې پر پلازمېنه او ځینو نورو ښارونو د روسیې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د پراخو حملو په نتیجه کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي او ۳۵ کسان چې دوه ماشومان هم پکې دي ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې د دې حملو په ترڅ کې د پلازمېنې په بیلابېلو برخو کې د استوګنې سیمې په نښه شوې دي.

بل خوا د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو ویلي چې د روسیې په حملو کې د دې ښار د روغتیايي مرکزونو، عامه ترانسپورت، دفترونو، پلورنځیو او موټرو ترڅنګ د استوګنې شاوخوا ۳۰ اپارتمانونه هم زیانمن شوي دي.

روسیې تل دا خبره رد کړې ده چې ګنې د اوکراین ملکي تاسیسات یې په نښه کړې دي په داسې حال کې چې شواهد بل څه ښيي.

پر اوکراین د روسیې یرغل د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پیل شو چې لاهم روان دی او له هغه راهیسې کییف د دې یرغل پر وړاندې د دفاع هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG