د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۷ لړم ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

د نومبر ۱۶مه د زغم نړیواله ورځ; افغانان څه ډول وضعیت ګالي؟


په افغانستان کې دننه یو شمېر افغانان وایي، له تېرو څلورو کلونو راهیسې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي، له بېلابېلو ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او بشري حقونو محروم او د ډېرو داسې مسایلو په زغملو اړ شوي چې په خبره یې په اوسنۍ نړۍ کې ساری نه لري. دوی وایي که څه هم د مختلفو لاملونو له امله د خپل ژوند سختې ورځې شپې تېروي او پرې تحمیل شویو ننګونو یې د زغم کچه زیانمنه کړې خو ټینګار کوي چې د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره یې د صبر، استقامت او زغم لاره غوره کړې ده. داسې مهال چې د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د ټولو افغانانو حقونه یې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي.

په ساعتونو، ساعتونو انتظار داسې ښاري موټر ته چې ټولې سوارلۍ یې ښځینه وي او تر کار ځایه یې ورسوي، خو بېرته ناهیلې کورته ستنېږي.

د کابل ښار دا اوسېدونکې ښځینه روغتیایي کارکوونکې وایي، اړه ده چې د یو مثبت بدلون په هیله، د طالبانو حکومت له خوا پر دوی لګول شوی دا محدودیت هم وزغمي:

ن هم نژدې دوه ساعته په تمه وم ځکه د ښځو (سوارلۍ لرونکي) موټر کم وو، کوم موټر چې راتلل نارینه ور پورته کېدل، ښځې پر سړک ولاړې پاتې وې

"موږ هر ورځ افغانستان کې د یوه ښه راتلونکي د لرلو لپاره مجبوره یو چې له زغم او صبر کار واخلو، هر ورځ موټرو ته ساعتونه انتظار زغمم، نن هم نژدې دوه ساعته په تمه وم ځکه د ښځو (سوارلۍ لرونکي) موټر کم وو، کوم موټر چې راتلل نارینه ور پورته کېدل، ښځې پر سړک ولاړې پاتې وې، بالاخره له یو ساعت او لس دقیقې انتظار وروسته بېرته کور ته ستنه شوم."

د هرات ولایت یوه اوسېدونکې مېرمن هم ورته وضعیت بیانوي، خو ټینګار کوي چې ورځ بلې ته د ښځو پر بشري حقونو او فردي او ټولنیزو ازادیو بېلابېلو لګول شویو محدودویتونو دوی دومره له روحي او رواني فشارونو سره مخ کړي چې نور ورته د زغم او صبر توان هم نه دی پاتې:

دې مېرمن چې د طالبانو له واکمنېدو مخکې یې په یوه دولتي اداره کې کار کاوه خو اوس کور ناستې ده، د نوم نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډیو ته وویل:

"ښځې له ډیرو روحي او رواني فشارونو سره مخ شوي، ځکه دوی په میاشتو میاشتو هم له کورونو راوتلی نه شي، د تفریح ځای، پارک ته یې نه پرېږدي، (طالبان) راځي چې ځئ کورونو ته مو ولاړې شئ، له تعلیم، کار، ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو محرومې شوې یو، حالت نور موږ ته زغمولو نه دی، زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده."

طالبانو پر افغانستان تر بیا واکمنېدو ورسته پر افغان ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه لګولي دي، دوی یې له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو راګرځولي، ښځې یې په ډیری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي، دغه شان تفریحي پارکونو، ښځینه حمامونو او ورزشي لوبغالو ته هم د تګ اجازه نه لري، حجاب یې پرې اجباري کړی او د سفر محدودیتونه یې هم پرې لګولي دي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي نارینه هم وايي، د مختلفو محدودیتونو او ورنه د کاري فرصتونو په اخیستو یې زغم ازمایل شوی دی.

د کابل ښار اوسېدونکي او په یوه پښه معلول رحیم الله په دې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هر ورځ ستونزې ګالو او زغمو، خو دا هر څه له مجبوریته زغمو، ځکه کار اوبار نشته، اقتصادي ستونزو له امله ټول ورځ یوې مړۍ ډوډۍ پسې وځو خو نه یې شو موندلی، په داسې حالاتو کې چې ماشومان مو نه ګرمېدو لپاره یوه بخارۍ ولري نه خوراک ته څه، دا بیا بیخي له زغمه وتلې خبره ده."

د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي مدني فعال او د یوې نړیوالې موسسې پخواني کارکوونکي چې ده هم نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

"موږ افغانان نارینه او ښځینه له بې عدالتیو، توپیري چلند او ننګونو سره مخامخ یو، زه خپله ډېرو داسې حالاتو سره مخامخ شوی یم چې زغم مې ډېر ازمایل شوی، خو زغم یوازینۍ وسیله ده،زموږ غوښتنه دا ده چې راځئ یو بل وزغمو، یو بل درک کړو ځکه دا ملت یوازې د زغم له لارې له ویجاړیو راوتلی شي نه د غچ له لارې."

د ۲۰۲۱ کال له اګست راوروسته چې طالبان پر افغانستان بیا واکن شول، ډېرو هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې اړیکې هم پرې کړي او نړیوالې مرستې پرې درېددلي دي، د دولتي ادارو ډیری کارکوونکي د تنقیصونو له امله بې دندو شوي، بیکاري پراخه شوې او ډیری خلک له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ شول.

په تېرو له څلور کلونو زیاته موده کې له روسیې پرته تر اوسه بل هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت رامنځته او د ښځو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي.

طالبان که څه هم خپل حکومت ټول شموله بولي او ادعا کوي چې دوی د ښځو په ګډون یې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي کړي، خو افغانانو او نړیوالو ته دا ادعاوې د منلو نه دي.

په راپور کې مرکه شوي کسان وايی زغم هغه وخت ارزښت لري چې حقونه خوندي وي، نه دا چې خلک د محبوریت له مخې چوپ پاتې شي. دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې پر دوی لګول شوي بېلابیل محدودیتونه لري کړي او خلکو ته امنیت، تعلیم، روغتیا او اقتصادي فرصتونو چې د ژوند لومړني اړتیاوې دي برابر کړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دې غوښتنو په اړه تازه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې د طالبانو حکومت د اړوند بېلابیلو ادارو چارواکو ادعا کړې چې دا فرصتونه دوی خلکو ته برابر کړي دي.

نن «د نومبر ۱۶مه» د زغم نړیواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان (یونیسکو) د دې ورځې د نمانځنې په مناسبت پر خپله وېب پاڼه لیکلي چې "زغم زموږ د نړۍ د کلتورونو، زموږ د بیان بڼو او د بشري کیدو د لارو چارو د بډایه تنوع درناوی، منل او ستاینه ده".

یونیسکو زیاته کړې چې له زغم سره مبارزه قانون، تعلیم، معلوماتو ته لاسرسی، انفرادي پوهاوی او سیمه ییزو حل لارو ته اړتیا لري.

د ملګرو‌‌‌ملتونو عمومي اسمبلې په ۱۹۹۶کال کې دغه ورځ د زغم نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.

د ملګروملتونو په باور، زغم د بشري حقونو او د نورو اساسي ازادیو درناوی دی، خلک په طبیعي ډول بېلابېل اندونه، عقاید او عادت لري او یوازې د زغم له لارې کېدای شي چې د ګډو ټولنو بقا په هره سیمه کې تضمین شي.


XS
SM
MD
LG