افغان ورزشکار عبدالقاسم فردوسي چې په "آدم برفي يا د واورو سړي" باندې مشهور دی، بې وزلو ماشومانو ته د مرستې جلبولو په موخه يې د غور ولايت د هریرود سیند د کنګلونو په منځ کې نمايشي حرکتونه ترسره کړي دي.
د افغانستان د نارینه وو کرکټ له لوبډلې سره د پرېکون پر وړاندې لسګونه افغانانو د بریتانیا د پارلمان مخې ته لاریون وکړ او په خپلو شعارونو کې یې کرکټ د افغانانو یوازینۍ خوښي وبلله.
د بشري حقونو څار سازمان د کرکټ له نړیوالې شورا « ICC» د افغانستان د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ اکثریت لوبغاړي اوس مهال په درېیو مهمو سوداګریزو لیګونو کې په سیالیو بوخت دي.
د کرکټ نړیواله شورا «ICC» وايي د افغانستان کرکټ بورډ په دې هېواد کې د « طالبانو» د پالیسو لپاره مسول نه شي ګڼل کیدای. د کرکټ مشهوري ویب پاڼې «کرک انفوCricinfo» د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ویاند قوله لیکلي چې د افغانستان کرکټ او لوبغاړو ته د هغه څه له کبله سزا نه ورکوي، چې دوی یې مسئول نه دي.
قدم وهل يا پلي تګ يو له هغو سپورټي او فزيکي فعاليتونو ګڼل کيږي چې له امکاناتو او لګښتونو پرته ترسره کيدای شي. په افغانستان کې يو شمېر ميرمنې او نارينه وايي هره ورځ د يوه ساعت پلي تګ کوي چې له کبله يې د دوي روغتیايي وضعیت ښه دی.
محمد نبي وايي چې په دومره نړیوالو سیالیو کې په ګډون ویاړي.
نور راوښيه