دغه سوداګریز لیګونه د بنګله دېش، سویلي افریقا او عربي متحده اماراتو اړوند دي.
د بنګله دېش سوداګریز لیګ چې د تېر زیږدیز کال د ډسمبر په ۲۰مه نېټه پیل شوی د راتلونکي فبرورۍ میاشتې تر ۷مې نیټې به دوام لري.
په یاد لیګ کې امیرحمزه هوتک، فرمان ساپی، محمدنبي، سمیع الله شینواری، دروېش رسولي او ذبید اکبري د بیلابیلو لوبډلو لخوا غوره شوي دي، خو تر دې دمه دروېش رسولي او ذبید اکبري د لوبېدو چانس نه دی ترلاسه کړی.
دغه راز د سویلي افریقا سوداګریز لیګ چې د " اېس اس شل اوریزلیګ" په نوم یادیږي د جنورۍ په ۹مه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوی او د فبرورۍ میاشتې تر ۸مې نیټې به دوام لري.
په دې لیګ مخکښ افغان لوبغاړی راشدخان بیا د " مای کېپ ټاون" لوبډلې لوبډلمشر دی او ورسره دوه نور افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی او صدیق الله اتل هم انتخاب شوي دي.
همدارنګه مجیب الرحمن د پارل رایلز، رحمن الله ګربز د پرېټوریا کپيټل، نوراحمد او نوین الحق بیا د ډربن سوپر جاینټز په لوبډله کې انتخاب شوي دي.
د عربي متحده اماراتو اړوند نړیوال شل لیګ سیالۍ بیا د روانې جنورۍ میاشتې په ۹مه نېټه د شپږو لوبډلو ترمنځ پیل شوي دي او د راتلونکي فبرورۍ میاشتې تر ۹مې نیټې به وغځيږي. په دې لیګ کې هم د افغانستان د ملي او کورنیو لوبغاړو ډلګۍ په لوبو بوخته ده چې بیلابیلو لوبډلو پیرلي دي.
دغه لیګ چې د " انټرنیشنل شل اوریز لیګ" په نوم له تېرو درې کلونو راهیسې ترسره کېږي، د افغان لوبغاړو له ډلې نجیب الله ځدراڼ، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، ظاهرخان، ابراهیم ځدراڼ، فرید ملک، فضل حق فاروقي، الله محمد غضنفر، وقار سلامخیل، کریم جنت او وحید ځدراڼ بیلابیلو لوبډلو انتخاب کړي دي.
تر دې دمه د یادو لیګونو په دوام کې رحمن الله ګربز پخپلې لومړۍ سیالۍ کې ۸۹ منډې کړې وې چې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ګټلې وه، دغه راز نوین الحق او نوراحمد هم د خپلې لوبډلې په ګټه ښې سیالۍ کړې وې.
همدارنګه ګلبدین نایب هم پخپلې لومړۍ سیالۍ کې د ۳ لوبغاړو سوځولو له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې وه او په همدې سیالۍ کې بیا فضل حق فاروقي ۵ لوبغاړي سوځولي وو چې دا د انټرنیشنل سوداګریز لیګ په تاریخ کې غوره توپ اچونه وه.
د ویلو ده چې اوس مهال د کرکټ بشپړ غړیتوب لرونکي اکثریت هېوادونه شل اوریز، لس اوریز او سل بالیز سوداګریز لیګونه ترسره کوي چې له اقتصادي پلوه یې د لوبغاړو په ژوند کې ډېر مثبت بدلون رامنځته کړی دی.