افغان ورزشکار عبدالقاسم فردوسي چې په "آدم برفي يا د واورو په سړي" مشهور دی، تازه د ژمي په دې سړه هوا کې د هریرود سیند د په ګنګلونو کې د نمایشي حرکتونه په ترسره کولو د غور ماشومانو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.
ښاغلي فردوسي د یکشنبې په ورځ د جنورۍ په نولسمه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د طالبانو له حکومت، مرستندویه ادارو، نړیوالو بنسټونو او نورو سوداګرو وغوښتل چې دغو ماشومانو سره مرسته وکړي.
هغه وویل چې د غور ماشومان په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي او بېرړني ملاتړ ته اړتیا لري:
«زموږ غوښتنه له ټولو نړيوالو او ملي مرستندويه ادارو سوداګرو او له حکومت څخه دا ده چې د ماشومانو لاس ونیسي او د هغوی ملاتړ وکړي. هغوی د هېواد راتلونکی دي، ترڅو زیانمن نشي.»
د فردوسي په خبره، د غور ولایت ماشومان نه یوازې له زدهکړې او روغتیايي خدماتو محروم دي، بلکې د ژمي په دې سړه هوا کې ان تودې جامې هم نه لري.
په همدې حال کې د غور ولایت یو اوسېدونکي حميد له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
«زما دوه ماشومان په بازار کې کار کوي، خپله خو معیوب یم او کار نشم کولای، موږ ډېر مجبور او مستحق یو. باور وکړئ چې اوس مهال هېڅ د خوړلو لپاره څه نه لرو. نن چې تېرېږي، سبا ته حيران يو، هېڅ نه پوهېږو چې څه وکړو.»
نظير احمد چې په دې ولایت کې یو کارګر ماشوم دی هم وايي:
«په یوه دوکان کې کار کوم، ورځ کې دېرش افغانۍ راکوي، هغه باندې ډوډۍ اخلم پلار مې ناروغ دی. ښوونځي ته نشم تللی او درس نشم ویلای.»
د ریلیف ویبسایټ د راپور له مخې چې د جنورۍ په اتلسمه خپور شوى، د ژمي له پیل سره همهاله د غور د اوسېدونکو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او بشري ناورين چې ښايي له پامه غورځول شوى لا ډیرېږي.
دغې ادارې ویلي چې د پرلهپسې وچکالیو له امله چې حاصلات او څاروي یې له منځه وړي، د دې ولایت د خلکو ستونزې ډېرې شوې دي.
یاد سازمان همدارنګه ویلي چې غور ولايت له ۷۰۰,۰۰۰ څخه ډېر نفوس لري چې په سلګونو لرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او د دوی عاید ډېرى کرنيزو ځمکو پورې تړلی چې باران یې اوبوي.
په غور لومړۍ ژمنۍ واوره له پلازمېنې کابل څخه ډېره مخکې د نومبر په وروستیو کې شوې.
درنې واورې وضعیت نور هم خراب کړی او اکثره وخت د لارې بندېدو له امله کورنۍ لومړنيو موادو ته لاسرسي نشي پپدا کوى.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدې واورې، باران، سختو بادونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبر ورکړی دی.