چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال
په داسې حال کې چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو فشارونه لا زیات شوي، د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمیشنیري وایي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر میاشتې راهیسې چې دې هیواد له خپلې خاورې د ناقانونه کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی، تر اوسه له اتو لکو زیات افغان کډوال له هغه هیواده ایستل شوي دي
ټاکل شوې چې په غزه کې د اوربند لپاره د شوې موافقې په ترڅ کې حماس نن شنبې څو نور یرغمل خوشي کړي او اسراییل به یې هم په بدل کې لسګونه بندیان خوشې کړي.
پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.
ټاکل شوې چې د اسراییل صدراعظم نن سې شنبې په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د لوړې له مراسمو وروسته سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته خبریالانو ته وویل، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین باید موافقه وکړي او که هغه له دې کار څخه ډډه وکړي نو د ده په فکر روسیه به ویجاړه کړي.
د ناروې د کډوالو د شورا مشر خبرداری ورکړی چې د امریکا د ولسمشرډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د مرستو ځنډول به په افغانستان کې زیانګالو په ځانګړې توګه ښځو او بې ځایه شویو کسانو ته د مرستو پر بهیر ناوړه اغیزوکړي.
د اسراییل د عدلیې وزارت نن شنبې وویل چې په غزه کې د اوربند او د یرغملو د خوشې کېدو لپاره د شنبې د ورځې تایید شوې موافقې د لومړي پړاو په ترڅ کې به ۷۳۷ بندیان او توقیف شوي فلسطینیان خوشې شي.
نن چهارشنبه د ډیسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ سږکال بیا داسې مهال رارسیږي چې افغانستان بیا هم د نړۍ د هغو هیوادونو په سر کې دی چې یو زیات شمېر وګړي یې ژوند له هیواده بهر او په هیواد کې دننه له خپلو اصلي مینو لرې په کډوالۍ کې تیروي.
نور راوښيه