ټرمپ زیاته کړه چې د ده په باور روسیه به له لویې ستونزې سره مخ شي. خو هغه په دې اړه نور جزییات ور نه کړل.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې چې ښکاري هغه به د پوتین د جګړې په اړه د هغه ترټولو انتقادي څرګندونې وي، وویل، ډېرو خلکو فکر کاوه چې دغه جګړه به په یوه اونۍ کې پای ته ورسول شي او دی فکر کوي چې دا به د پوتین ډېره په ګټه وي چې دغه جګړه پای ته ورسوي. د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې روسیې په سلګونو میلیارد ډالر پر دغې جګړې لګولي او د تلفاتو شمېر یې هم شاوخوا اوه سوه زره کسانو ته رسېږي. پر دې سربېره روسیې په دې کار سره خپل ګاونډیان ویرولي او د خپلې پیسې روبل د ارزښت په کمېدو سره د اروپا د ګازو له ګټور مارکیټ او همدارنګه د لویدیځ له مالي مارکیټونو څخه بې برخې شوې ده.
کریملین چې د خپلې بودجې شاوخوا ۴۰ سلنه یې پوځي لګښتونو ته ځانګړې کړې، هڅه کوي چې په هېواد کې د انفلاسیون مخه ډب کړي.
ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر سره د احتمالي کتنې په اړه وویل چې دی له پوتین سره ډېر جوړ راغلی او هیله مند دی چې هغه به لیواله وي چې یو توافق ترلاسه شي.
ټرمپ همدارنګه وویل چې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي ورته ویلي چې غواړي د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې یو تړون وشي.
ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې د ولسمشر په توګه د دندې د پیلېدو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، خو نوموړی په وروستیو اونیو کې له دا ډول څرګندونو په شا شوی خو ټینګار یې کړی چې دغه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسوي. د یو شمېر څېړونکو په باور دا به ګرانه وي چې په لنډه موده کې د اوکراین جګړه پای ته ورسول شي، ځکه د دوی په وینا پوتین انګیري چې دغه جګړه ګټي او د زیاتو ځاني او مالي زیانونو سره سره یې د سمدستي پای ته رسولو لپاره انګېزه نه لري.
خو یو شمېر شنونکي په دې باور دي چې ډونالډ ټرمپ به له اوکراین څخه لاس وانخلي، ځکه د روسیې بری کولای شي لکه په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره چې د بایډن ادارې اعتبار ته یې زیان رسولی، ټرمپ ته هم زیان ورسوي.
د اوکراین د جګړې په اړه د ډونالډ ټرمپ له دغو څرګندونو څو ساعته مخکې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون خبرداری ورکړ چې د اوکراین جګړه به "سبا یا بله ورځ" پای ته ونه رسېږي ځکه د نوموړي په خبره دا خورا مهمه ده چې اوکراین باید د سولې له هر ډول خبرو اترو مخکې له پیاوړي دریځ څخه برخمن شي.
روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین له بشپړ یرغل څخه مخکې، لومړی په ۲۰۱۴ کال کې د اوکراین کریمیا ټاپووزمه په غیرقانوني توګه له خپلې خاورې سره یوځای کړه او بیا یې د اوکراین په ختیځ د بېلتون غوښتونکو په ملاتړ سره د دې هېواد یوه لویه برخه ونیوله.