د ماشومانو د ساتنې سازمان (سیف دچلدرن) وایي، یوازې د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له هرو پنځه تنو څخه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لري.
دغه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د اپریل په ۱۸مه یې د ملګرو ملتونو په ریلیف وېبپاڼې کې خپور کړی ویلي، د ۲۰۲۳له سپتمبر راهیسې، کله چې د پاکستان حکومت د بې اسناده کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړ، په راستنو شویو کورنیو کې تر دې دمه شاوخوا ۵۴۵ زره ماشومان هم له هغه هیواد افغانستان ته راستانه شوي دي.
یوازې د اپریل میاشتې په لومړیو ۱۶ ورځو کې د راستنو شویو کورنیو په ډله کې شاوخوا ۵۰ زره ماشومان هم له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له هرو پنځه تنو څخه یو یې له پنځو کلونو کم عمر لريسیف د چلدرن
سیف د چلدرن د دې ماشومانو د زدهکړو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، نږدې دوه پر درېیمه برخه هغه ماشومان چې افغانستان ته راستانه شوي، لاهم ښوونځیو کې نه دي شامل شوي او ډېرو یې ورته ویلي چې د نوملیکنې لپاره اړین اسناد نه لري.
دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر تازه راستنې شوې کورنۍ هم د خپلو ماشومانو د زده کړو او راتلونکي په اړه اندېښنه لري.
له دې ډلې عظیمالله ازادي راډیو ته ویلي، "موږ ډېر اندېښمن یو ځکه هلته زموږ ماشومان ښوونځي ته تلل، خو دلته لا موږ ځای پر ځای شوي نه یو، برسېره پر دې، دلته هغه ډول تعلیم هم نشته لکه هلته مو چې ماشومان ترلاسه کاوه."
سیدګل چې لس ورځې مخکې له پاکستانه ایستل شوی، هم ورته اندېښنه لري.
"زما ماشومان او لمسیان اسناد نه لري، تازه راغلي یو، معلومه نه ده چې په کوم ښوونځي کې یې شامل کړو، چې داخله به ورته وشي که نه، دا زموږ لپاره یوه لویه اندېښنه ده، ستونزې ډیرې دي."
سیف د چلدرن په خپل راپور کې زیاته کړې کوم ماشومان چې افغانستان ته راستنېږي، د نس ناستي او ساري تنفسي ناروغیو په کډون د سختو ناروغیو له خپرېدو سره مخ دي، هغه چې په ګڼ میشتو ځایونو کې ډېر ژر خپرېږي.
موږ ډېر اندېښمن یو ځکه هلته زموږ ماشومان ښوونځي ته تلل، خو دلته لا موږ ځای پر ځای شوي نه یو، برسېره پر دې، دلته هغه ډول تعلیم هم نشته لکه هلته مو چې ماشومان ترلاسه کاوهعظیم الله
د ماشومانو د ناروغیو متخصصین له دې دلې محمود ضیا رحیمزی هم وايي، له ګاونډیو هېوادونو نه راستنېدونکو کډوالو ترمنځ د بېلابیل ساري ناروغیو د خپرېدو امکان ډیر لیدل کېږي.
نوموړي ازادي راډیو ته وویل،
"ځکه چې دوی پاک او هم صحی خوړو ته کم لاسرسی لري، او بل دا چې دوی اکثره هغه خوراکونه خوري چې په لاره خرڅېږي یا د چا له لورې مرستې ورته کېږي، چې صحي شرایط پکې نه مراعتېږي، نو له همدې امله په دغو ماشومانو کې اسهالات زیات وي. دوهم دا چې دوی اړ دي په کمپونو یا خېمو کې ژوند وکړي، نو د تنفسي ناروغیو سره هم مخ کېږي. همدارنګه، نورې ساري ناروغۍ لکه شری (سرخکان) او (کله چرک) هم په دوی کې خپرېږي، ځکه چې ماشومان له یو بل سره ډېر تماس لري."
دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پاکستان د اپریل له لومړۍ نېټې راهیسې، د هغو افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم پیل کړی چې د (اې سي سي ) یا افغان تابعیت کارتونه لري او دا بهیر یې ورځ بلې ته چټک کړی دی.
د ( یو ان ایچ سی ار) د معلوماتو له مخې، د اپریل په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۸۴،۸۰۰ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې شمیر ۱۹،۶۰۰ یې ایستل شوي دي.
سیف د چلدرن په خپل راپور کې ویلي، د۲۰۲۳ له سپتمبرتر دې دمه، شاوخوا ۹ لکه او ۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي چې ۵۸ سلنه یې ماشومان دي.