راپورونه وايي چې د پاکستان سوپر لیګ (PSL) پاتې لوبې متحده عرب اماراتو ته لېږدول کېږي او د هند غوره لیګ (IPL) سیالۍ تر نامعلومې مودې ځنډول شوي.
د رویټرز خبري اژانس د پاکستان کرکټ بورډ د مشر محسن نقوي له قوله ویلي چې متحده عربي اماراتو ته د پاکستان د سوپر لیګ د لېږد پرېکړه یې د دې لپاره کړې چې لوبغاړي د "ممکنه ناسمې هدف ګرځونې" له خطره وساتل شي.
د پنجشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د PSL یوه لوبه د هند او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ له کبله وځنډول شوه.
په ورته وخت کې، رویټرز ته یوې سرچینې ویلي، چې د هند کرکټ بورډ د IPL سیالۍ ځنډولې دي. دا سیالۍ چې د نړۍ له تر ټولو شتمنو ورزشي لیګونو څخه شمېرل کېږي، هم د هند او پاکستان ترمنځ د نښتو د پیل له امله درول شوې دي.
د IPL د درېدلو پرېکړه نه یوازې د لوبغاړو او مینهوالو لپاره ضربه بلل شوې، بلکې د ریلیانس او ډیزني هغه ګډ شرکت ته هم مالي زیان اړوي چې د دې سیالیو د خپرولو حقونه یې اخیستي دي. همداراز ګڼو کمپنیو د اعلانونو لپاره میلیونونه ډالر لګولي وو چې اوس له ستونزو سره مخ دي.
رویټرز د هند د کرکټ بورډ د یوې سرچینې په وینا چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، د هند کرکټ بورډ په دې پرېکړه کې د نړیوالو او کورنیو لوبغاړو امنیت، او دا چې په داسې شرایطو کې د سپورتي او تفریحي پروګرامونو دوام پکار دی که نه؟ ارزولی دی.
د IPL روان فصل د مارچ پر ۲۲مه پیل شوی و او ټاکل شوې وه چې د مې پر ۲۵مه پای ته ورسېږي، خو اوسمهال دا ټوله لړۍ ودرول شوې ده.
د هند او پاکستان ترمنځ کړکېچ له هغه وروسته زیات شو، چې هند پر پاکستان تور ولګاوه چې د تېرې میاشتې په برید کې یې لاس درلود، هغه برید چې په کشمیر کې ۲۶ هندو سیلانیان پکې ووژل شول. پاکستان دا تورونه رد کړي او د خپلواکې څېړنې غوښتنه یې کړې ده.