هند د چهارشنبې سهار وختي (د ثور ۱۷مه / د مې ۷مه) اعلان وکړچې د پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر په سیمه کې یې ۹ ځایونه په پوځي بریدونو کې په نښه کړي دي.
دواړو اتومي وسلې لرونکو ګاونډیانو ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو، چې تېره میاشت په هندي کشمیر کې د وسلوالو په یوه برید کې ۲۶ تنه سیلانیان ووژل شول.
هند پاکستان د دې برید په پلانولو تورن کړ او ژمنه یې وکړه چې ځواب به ورکړي. پاکستان بیا د اپرېل ۲۲ دې برید کې هر ډول دخالت رد کړ او چارواکو یې وویل چې هند پرې د بریدونو تابیا نیولې ده.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر، جنرال احمد شریف تېره شپه په یوه خبري غونډه کې وویل چې هند په شپږو سیمو کې ۲۴ ځایونه په نښه کړي دي.
هغه زیاته کړه چې د هند په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.
دغه پاکستاني نظامي چارواکي، پرته له دې چې پوښتنو ته ځوابونه ووايي، د خبري غونډې له پای ته رسېدو مخکې، یې وویل: "پاکستان به د دې برید ځواب ورکړي."
هغه د هغو راپورونو یادونه ونه کړه، چې ویل شوي د پاکستان هوايي ځواکونو د هند جنګي الوتکې نسکورې کړې دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاالله تارړ، په خپله ایکس/ پخواني ټویټر کې ویلي، چې د پاکستان له خوا درې جنګي الوتکې او یوه بېپیلوټه الوتکه (ډرون) نسکوره شوې ده.
تر دې وړاندې، د پاکستان د دفاع وزیر، خواجه آصف، له اردو ژبو ټلوېزیوني شبکو سره په خبرو کې ویلي وو، چې په دغو بریدونو کې یوازې ملکي اهداف په نښه شوي دي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د چارشنبې په سهار د ملي امنیت د کمېټې د بیړنۍ غونډه وربللې ده.
د پاکستان د پنجاب ایالت چې له هند سره ګډه پوله لري اعلی وزیرې یې مریم نواز، په دغه ایالت کې بیړنی حالت اعلان کړی دی، چې له مخې به یې هلته ټول ښوونځي، کالجونه او پوهنتونونه تړلي وي.
همدارنګه پولیسو او نور امنیتي ارګانونو د تیارسئ په حالت کې دي او ډاکټران او روغتیايي کارکونکي له رخصتیو ورغوښتل شوي دي.
راپورونه وايي چې د پاکستان د لاهور او اسلاماباد د هوايي ډګرونو ټولې الوتنې او فعالیتونه د ۴۸ ساعتونو لپاره ځنډول شوي، او د لاهور هوايي ډګر تخلیه شوی دی.
د هند پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د دوی ځواکونو ۹ اهداف په نښه کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د هند وسلهوالو ځواکونو "د سندور عملیات" پیل کړي، او د پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې د جمو و کشمیر سیمې کې یې "ترهګریزې زېربناوې" په نښه کړې دي، هغه سیمې چې د اعلامیې په وینا ورڅخه د هند پر وړاندې ترهګریز بریدونه تنظیم شوي وو.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې "د هند اقدامات متمرکز، سنجول شوي وو، او د پاکستان هېڅ نظامي تأسیسات نه دي په نښه شوي."
د رویټرز خبري آژانس او د یوې پاکستانۍ ټلوېزیوني شبکې د راپورونو له مخې، د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمیر د مظفرآباد ښار شاوخوا غرنیو سیمو او نورو برخو کې د ګڼو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
همداراز یو راکټ د لاهور ښار ته نږدې د موریدکي سیمې لور ته توغول شوی دی.
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې د دغه برید په اړه ورته معلومات ورکړل شوي او هیله یې څرګنده کړې، چې دا شخړه "ډېر ژر پای ته ورسېږي."
د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش، د دغو بریدونو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړو هېوادونو یې غوښتي، چې زغم وښيي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار او د استخباراتو ادارې له مشر، ډګر جنرال عاصم ملک، سره د وضعیت د ارزونې لپاره اړیکه نیولې ده.