د روسیې او اوکراین پلاوي د درېیو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د سولې مستقیمو مخامخ خبرو لپاره ترکیې ته رسېدلي دي، خو په دې پلاويو کې د دواړو هېوادونو د ټیټې کچې ټیکنوکرات چارواکي شامل دي ځکه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغو خبرو ته نه دی تللی.
ټاکل شوې چې دواړه لوري به د مې په ۱۵مه استانبول کې د رسنیو له نظر پټې خبرې وکړي.
په همدې حال کې، که څه هم د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دې خبرو کې له ګډون ډه ډه کړې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي انقرې ته رسېدلی. زیلینسکي به د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وویني، خو د استانبول د سولې خبرو کې به ګډون ونه کړي.
زیلینسکي خبریالانو ته وویل: "موږ به د اردوغان سره تر خبرو وروسته پرېکړه وکړو چې څه وکړو او کوم ګامونه پورته کړو. زه فکر کوم د مهمو خبرونو لپاره به څو ساعتونه ولرو او ډېرې مهمې پرېکړې به وکړو."
هغه زیاته کړه: "موږ باید پوه شو چې د روسي پلاوي کچه څه ده، د هغوی واک څه دی، او ایا دوی په خپله د کومې پرېکړې توان لري... ځکه موږ ټول پوهېږو چې په روسیه کې پرېکړې څوک کوي،" او روسی پلاوی یې "نمایشي" وباله.
زیلینسکي مخکې له دې پوتین ته د ترکیې د خبرو لپاره د مستقیمې لیدنې چلنج ورکړی و، خو د روسیې او اوکراین د ولسمشرانو ترمنځ د لیدنې نه ترسره کیدو ددې شخړې چې له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د اروپا لویه شخړه بلل کیږي، د پای ته رسیدو تمې راکمې کړې دي.
په دې خبرو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګډون تمه هغه مهال ختمه شوه چې کریملېن د مې په ۱۴مه وویل، پوتین په دې خبرو کې د څلورو مذاکره کوونکو او څلورو نورو کارپوهانو د ګډون امر لاسلیک کړی دی.
ټرمپ چې منځني ختیځ ته د څلور ورځني سفر په ترڅ کې په سیمه کې دی، ویلي وو چې که دی تللای نو ممکن پوتین هم ګډون کړی وای.
ټرمپ د مې په ۱۴مه د سعودي څخه قطر ته د سفر په ترڅ کې وویل: "زه نه پوهېږم چې که زه هلته نه یم نو پوتین به هلته وي که نه. زه پوهېږم چې هغه زما شتون غواړي، او که موږ جګړه ختمه کړای شو، زه به په دې اړه فکر وکړم."
د امریکایي رسنیو په وینا، امریکايي استازي سټیو وېټکوف او کېټ کېلوګ لا هم تمه کېږي چې په استانبول کې وي.
کریملېن ویلي، د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین چې په ۲۰۲۲ کال کې د مسکو له بشپړ یرغل وروسته خبرو کې وو، د پلاوي برخه دی.
د روسي پلاوي مشري د پوتین مرستیال ولادیمیر مېډېنسکي کوي چې له درې کلونه وړاندې یې هم په دې خبرو کې ګډون کړی و.
مېډېنسکي د اوکراین پر لویو سیمو د روسیې تاریخي ادعاوو یو مدافع ګڼل کېږي چې خپلواکو تاریخ پوهانو د نوموړي په نیشنلیستي دریځ شک څرګند کړی دی.
د روسیې د پوځي استخباراتو مشر ایګور کوستیوکوف هم د پلاوي برخه دی.
د اوکراین او روسیې ترمنځ د ۲۰۲۲ کال مارچ کې په بلاروس او ترکیه کې خبرې وشوې چې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې.
زیلینسکي ویلي وو چې دی یوازې له پوتین سره مستقیمې خبرې غواړي، نه د روسیې د نورو چارواکو سره.
پوتین د "کوم قید او شرط پرته" د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و.
د سولې خبرو د بریا امکان؟
د خبرو د بریا په اړه لا له وړاندې شکونه موجود وو، چې د ټرمپ او پوتین نه ګډون دا تمې نورې هم کمې کړې.
په سویډن کې د لېتوانیا سفیر لیناس لینکویسیوس د ازادي راډیو اوکرایني څانګې ته وویل، د بریا لپاره تمه شته خو د پیل ټکي خورا بېلابېل دي.
هغه زیاته کړه: "دلته د اوکراین د ګټو یا د روسیې د مسؤلیتونو په اړه خبرې نه کېږي. ته نشې کولی هغه ټول جنایتونه هېر کړې چې دې هېواد او مشر یې کړي دي."
هغه وویل چې روسیه به یوازې د جګړې د اصلي علتونو په اړه خبرې وکړي او وخت به ونیسي چې د دوبي لپاره پوځي عملیاتو ته چمتووالی ونیسي.
روسیې خپلواکې شنونکې ناتالیا شاوشوکووا وویل چې پوتین یوازې له ټرمپ سره لیدنې ته علاقه لري.
د اوکراین د ولسمشر دفتر مشر اندري یرماک لې مونډ ورځپاڼې ته ویلي، "د پوتین نه راتګ د دې څرګندوی دی چې مسکو سوله نه غواړي او جدي خبرو ته چمتو نه دی."
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها د مې په ۱۴مه د ترکیې انتالیا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غیر رسمي غونډه کې ګډون وکړ، چې مشري یې د ناټو عمومي منشي مارک روټې کوله.
هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره هم وکتل. سیبیها وویل چې ده او روبیو د سولې هڅو په اړه خبرې وکړې او د راتلونکو ګامونو په اړه یې هغه لید شریک کړ.