نوموړي نن د مې په ۱۰مه پر خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه لیکلي دي چې په دې ناسته کې د اقتصادي او امنیتي همکاریو ترڅنګ د سیمې پر ثبات هم بحثونه وشول.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه په یو بیان کې د دې لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې درې اړخیزه ناسته کې د افغانستان - چین - پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیالوګ د پنځمې ناستې د بحثونو د تعقیب په اړه خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ډیالوګ شپږمه ناسته به په کابل کې جوړیږي.
په بیان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله راغلي، چې نوموړي له افغانستان سره د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللې او هیله یې ښودلې چې په راتلونکي کې هم په دغو برخو کې ښه پرمختگونه وشي.
په همدې حال کې د نړیوالو اړیکو کارپوه او پخواني افغان ډیپلوماټ غوث جانباز کابل ته د صادق سفر ته په اشارې ویلي، که څه هم پاکستان د هند په مقابل کې د سیمې د هېوادونو د ملاتړ هڅه کوي، خو د هغه په خبره، د چین په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه هڅه کوي چې په دې مسله کې بېپرې پاتې شي او دواړه هېوادونه زغم ته راوبولي.
خو د سیاسي چارو پوه اسحاق اتمر بیا وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په کور دننه د ټي ټي پي او بلوڅو له پراخو بریدونو سره مخ دی، اسلاماباد هڅه کوي چې د دوی د ادعا پر بنسټ کابل د پاکستان ضد ډلو له ملاتړه لاس پر سر کړي.
ښاغلي اتمر ازادي راډیو ته ویلي:
"اسلاماباد هڅه کوي چې په اوسنیو شرایطو کې واکمنو طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د ټي ټي پي او بلوڅ ازادي غوښتونکو له ملاتړه لاس واخلي، ځکه پاکستان نه شي کولای هممهاله له هند او دغه راز له کورنیو وسلهوالو ډلو سره مبارزه وکړي."
کابل ته د پاکستان ځانګړی استازی داسې مهال سفر کوي چې له هند سره د پاکستان وروستی کړکېچ، د څو ورځنیو بریدونو وروسته، د امریکا د متحده ایالتونو په منځګړیتوب د اوس لپاره په اوربند پای ته رسېدلی دی.
په کابل کې واکمنو طالبانو ظاهراً په دې کړکېچ کې خپل ځان بېپرې نیولی و او له دواړو خواوو یې د زغم او ډیپلوماسۍ له لارې د مسایلو د هواري غوښتنه کړې وه.
وروستیو څو اونیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ اړیکې او سفرونه زیات شوي دي.
د اپریل په نولسمه نېټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په یو لړ مسایلو خبرې کړې وې.
له دې وړاندې د تېرې اپریل په ۱۵مه د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق هم کابل ته تللی و.
نوموړي له دې سفر وروسته په خپله ایکس/پخواني ټویټر پاڼه لیکلي و، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ په لوړه کچه دوه اړخیز تعاملات بېرته پیل شوي دي.
نوموړي دا هم لیکلي و، چې پاکستان به له طالب چارواکو سره په مشوره، د چین، پاکستان، ازبکستان، ایران او روسیې هغه درې اړخیز او څو اړخیز ډیپلوماتیک میکانیزمونه بېرته فعال کړي چې افغانستان هم پکې شامل دی.