د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۸

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د هند او پاکستان پر کړکیچ غږیدلی


د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اپریل په ۱۹ په کابل کې د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال
د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د اپریل په ۱۹ په کابل کې د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د دې هېواد د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره په تیلیفوني خبرو کې د هند له وروستیو اقداماتو چې پاکستان "تحريکوونکي، غيرقانوني او يواړخيز "ګڼي، خبرې کړې دي.


د دې وزارت د اعلامیې پر بنسټ، د سې شنبې په ورځ، د مې په ۶مه نېټه په دې تیلیفوني اړیکه کې، اسحاق ډار د سولې او د خپل هېواد د حاکمیت پر ساتلو ټينګار کړی دی.

هغه دغه شان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او دوه اړخیزو اړيکو پراخېدل مهم ګڼلي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې ويلي، چې په دې تیلیفوني اړیکه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو، ترانزيتي مسايلو، سيمه‌ييزو حالاتو او د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتريخوالي په اړه خبرې شوې دي.

دا خبرې د هند تر ولکې لاندې د کشمير په پهلګام سیمه کې تر مرګونې وسله‌والې حملې وروسته کېږي.

په دې برید کې، چې د اپرېل په ۲۲مه د سېلانیانو پر موټر شوی و، ۲۶ تنه ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول.

هند دا برید ترهګریز وباله او پاکستان یې پکې په لاس لرلو تورن کړ، خو اسلام‌اباد دا تورونه رد کړل او د «بې‌پرې څېړنو» غوښتنه یې وکړه.

تر دې پېښې وروسته، د هند حکومت د پاکستان پر ضد ځینې ځپونکي اقدامات وکړل، چې تر ټولو مهم یې د سند د اوبو د تاریخي تړون ځنډول و، چې له مخې یې پاکستان ته د سند د سيند د اوبو جريان تضمين شوی و.

د پاکستان حکومت یې په ځواب کې واګه بندر وتاړه او د خپل هېواد له هوايي حریم یې د هند ټولې الوتنې بندې کړې. هند تازه په پاکستان او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر پر ځینو سیمو بریدونه هم کړي دي چې د پاکستاني چارواکو په وینا لږ تر لږه اته کسان په کې وژل شوي او تر ۳۰ زیات نور په کې ټپیان دي.

اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستان ولې د طالبانو له حکومت سره په داسې یوه ډيپلوماتيکه اړیکه کې، چې تمرکز یې پر اقتصادي مسایلو و، د هند موضوع مطرح کړه؟ آیا پاکستان غواړي د هند په وړاندې د افغانستان ضمني ملاتړ ترلاسه کړي؟

شنونکي وايي، احتمالاً پاکستان هڅه کوي، چې له هند سره د ور پېښ تاوتريخوالي په اړه د افغانستان دریځ معلوم کړي.

د سياسي چارو شنونکی عمر صمد وايي، پاکستان ته پکار ده، چې نه یوازې له افغانستان سره، بلکې د سیمې له نورو هېوادونو سره هم تعامل وکړي، چې له هند سره په تقابل کې یې په ګټه تمام شي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان لپاره تر ټولو ښه انتخاب دا دی، چې خپله بې‌طرفي وساتي او د سیمې د سولې او ثبات لپاره هڅه وکړي.

"پاکستان ډېره هڅه کوي چې له بل لوري څخه ورته کوم ګواښ متوجه نه وي، ترڅو وکولای شي خپله پاملرنه کشمير او هند سره سرحدونو ته زياته کړي. دغه شان دوی د سياسي قضيو په اړه يو مشورتي ميکانيزم هم پيل کړی دی، چې يقيناً د «ټي ټي پي» موضوع هم پکې شامله ده. دا به د دواړو خواوو په ګټه وي، ځکه افغانستان زياتره يو بې‌طرفه دريځ خپل کړی او نه غواړي چې د هند يا پاکستان پلوي وکړي او نه غواړي په دې قضيه کې ښکېل واوسي."

بل سياسي شنونکی سمیع یوسفزی بیا وايي، داسې نه ښکاري، چې پاکستان له دې اندېښنه نه لري، چې هند سره به د افغانستان د هم‌لوري کېدو احتمال وي، بلکې غواړي، چې په دا شان شرایطو کې د سیمې هېوادونه له پاکستان سره په تعامل کې واوسي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"طبعاً پاکستان دا هيله لري، چې په داسې حالاتو کې، چې سياسي وضعيت او اړیکې یې له هند سره ترینګلي شوي، ګاونډيانو او د سيمې هېوادونو سره په اړیکه کې واوسي."

د هند او پاکستان ترمنځ د وضعیت تر ترینګلي کېدو وروسته، لس ورځې مخکې، د اپرېل په ۲۷مه، د هند د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر، انند پرکاش، کابل ته راغی او له امیرخان متقي سره یې د هند او افغانستان ترمنځ د همکاریو په پراختیا، د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ، ترانزیت او بنسټیزو پروژو خبرې وکړې.

خو له روان وضعیت مخکې بیا، د اپرېل په ۱۹مه، د پاکستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق دار، د یوې ورځې په مخ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او له امیرخان متقي سره یې د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ترانزيتي او ځینو نورو موضوعاتو په اړه غږېدلی و.

XS
SM
MD
LG