وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي سره په ترکیه کې د مستقیمې لیدنې وړاندیز رد کړ، زېلینسکي ویلي، هېواد یې د روسي پلاوي د کچې مطابق یو پلاوی لېږي.
پوتین پخپله دغو خبرو ته د نه تګ پرېکړه وکړه او پر ځای یې یو تخنیکي پلاوی واستاوه. زېلینسکي بیا د سولې لپاره د پوتین پر ژمنتیا شک څرګند کړ او د مسکو له خوا لېږل شوی پلاوی یې "نمایشي" وباله.
زېلینسکي د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر لیدو وروسته په انقره کې خبریالانو ته وویل: "بدبختانه دوی دغو خبرو ته جدي نه دي." هغه زیاته کړه، د اوکراین پلاوي مشري به د دفاع وزیر روستم عمروف کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د روسیې له خوا دې خبرو ته د ټیټې کچې چارواکو په لېږلو سره په دې خبرو کې د کوم مهم پرمختګ تمه نه شي کېدای، خو زیاته یې کړه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر هغې چې سوله ترلاسه کېدای شي د دې خبرو دوام ته ژمن دی.
روبیو د مې په ۱۵مه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل: "زه غواړم رښتینی واوسم... موږ دا هیله نه لرو چې سبا به څه لوی بدلون راشي."
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر حاقان فیدان، چې د روسي پلاوي له مشر ولادیمیر مېدېنسکي سره یې لیدلي، ویلي څرګنده نه ده چې امریکا به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي که نه. هغه ویلي: "د روسیې، اوکراین او ترکیې ترمنځ درې اړخیزې خبرې په اجنډا کې دي. خو دا لا نه ده وروستۍ شوې چې ایا څلور اړخیز چوکاټ به هم وي که نه."
زېلینسکي پرون سربېره پر دې چې پوتین په دې خبرو کې ګډون رد کړی و انقرې ته ورسېد. هغه د ترکیې په پلازمېنه کې له ولسمشر اردوغان سره ولید، خو د استانبول د سولې خبرو کې به ګډون ونه کړي. هغه وویل: "موږ ټول پوهېږو چې په روسیه کې پرېکړې څوک کوي"، چې اشاره یې پوتین ته وه.
زېلینسکي له وړاندې پوتین په ترکیه کې له ده سره د لیدنې لپاره ننګولی و، خو د دواړو مشرانو ترمنځ د مخامخ لیدنې نهکېدو، د دویمې نړیوالې جګړې راوروسته د اروپا د دې اوږدې شخړې چې اوس څلورم کال ته داخله شوې، د پای ته رسولو لپاره د یوې لویې لاس ته راوړنې تمه له منځه وړې ده.
وروسته له هغې چې کریملېن د مې په ۱۴مه وویل چې پوتین په خبرو کې د ګډون لپاره څلور مذاکره کوونکي او څلور کارپوهان ټاکلي، ورسره د دې خبرې تمه هم ختمه شوې چې ګواکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په دې خبرو کې ګډون وکړي.
ټرمپ چې دا مهال د منځني ختیځ د څلور ورځني سفر په ترڅ کې په سیمه کې دی، ویلي وو که د ده شتون پوتین خبرو ته چمتو کړي، نو دی به هلته ولاړ شي. امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا استازي سټیو وېټکوف او کېت کېلوګ لا هم تمه کېږي چې په استانبول کې به وي.
ټرمپ د مې په ۱۵مه پر ایرفورس ون الوتکه خبریالانو ته وویل: "تر هغو چې زه او پوتین سره نه یو، هېڅ نه شي کېدای." هغه دا خبره پر داسې مهال وکړه چې د رسمي سفر درېیم او وروستي پړاو ابوظهبي ته روان و.
کله چې له پوتین سره د ټرمپ د خبرو احتمال وپوښتل شو، د کریملېن ویاند دیمتري پېسکوف وویل، لا د وخته دی چې ووايو د روسیې ګډون به په کومه کچه وي، ځکه لا نه ده معلومه چې دا خبرې به څه ډول پر مخ ولاړې شي.
د ناټو عمومي منشي مارک روټې په ترکیه کې د ناټو د پوځي ائتلاف په غونډه کې وویل: "اوکراین واضح ډول خبرو ته تیار دی. خو اوس توپ د روسیې په میدان کې دی، او زه د دې منندوی یم چې امریکا، ولسمشر یې، او د مارکو روبیو په شمول د هغه ټول د بهرني سیاست ټیم، په بشپړ تمرکز هڅه کوي چې اوکراین ته سوله راولي."
د کریملېن اعلامیه وایي چې د روسیې د دفاع مرستیال وزیر الکساندر فومین، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د بشپړ یرغل وروسته د دواړو خواوو ترمنځ خبرو کې ګډون کړی و، د مذاکره کوونکو له ډلې دی.
د پلاوي مشري به د پوتین مرستیال ولادیمیر مېدېنسکي کوي، چې درې کاله وړاندې هم د خبرو په وروستي پړاو کې شامل و.
مېدېنسکي د اوکراین پر لویو برخو د روسیې تاریخي ادعاوو مدافع ګڼل کېږي او داسې کتابونه یې لیکلي چې د روسیې تاریخ یې په نیشنلیستي لید وړاندې کړی او خپلواکو تاریخپوهانو پرې نیوکې کړې دي.
ایګور کوستیوکوف، چې د روسیې د پوځ د عمومي استخباراتو ریاست مشر دی، هم د مذاکره کوونکو له ډلې دی.
د دواړو خواوو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې په بلاروس او ترکیه کې څو پړاوه خبرې شوې وې، چې وروسته له ستونزو سره مخ شوې.
زېلینسکي ویلي وو چې دی یوازې له پوتین سره مستقیمې لیدنې ته تیار دی، نه د مسکو د چارواکو له یوه پلاوي سره.
پوتین د "کوم قید او شرط پرته" د مستقیمو خبرو وړاندیز کړی و.
ایا دا خبرې څه ترلاسه کولای شي؟
تر دې وړاندې هم د خبرو د بریا په اړه شکونه موجود وو، او د دې خبر وروسته چې نه پوتین ګډون کوي او نه ټرمپ، دا شکونه نور هم زیات کړل.
په سویډن کې د لیتوانیا سفیر لیناس لینکویسیوس کرنټ ټایم ته وویل، که څه هم ټول د یوې بریا تمه لري، خو دی داسې زمینه نه ویني، ځکه د اړخونو د پیل نقطې ډېر توپیر لري.
هغه وویل: "دلته د اوکراین د ګټو، یا د روسیې د قانوني مسؤلیت په اړه خبرې نه کېږي، حال دا چې دا مهمه ده، ځکه روسیې او مشر یې جنایتونه کړي. ته نشې کولای دا هر څه له پامه وغورځوې او وښیې چې له دې وروسته یوازې تجارتي اړیکې جوړوو."
لینکویسیوس وړاندوینه وکړه چې روسیه به د شخړې د "اصلي علتونو" په اړه خبرې وکړي او که دا علتونه مطرح شي، ښایي د یوه ډول اوربند په اړه هم وغږېږي.
هغه وویل: "په بل عبارت، بیا هم اوربند نه راځي. دوی به وخت ضایع کړي څو ځان د دوبي پوځي کمپاین ته تیار کړي."
روسیې خپلواکې سیاسي شنونکې ناتالیا شاوشوکووا کرنټ ټایم ته وویل، د پوتین یوازینۍ موخه دا ده چې د امریکا له ولسمشر سره مخامخ وویني.
هغې زیاته کړه: "د پوتین یوازینۍ علاقه له ټرمپ سره مستقیمه لیدنه ده. او اوکراین د دې دوو مشرانو ترمنځ د لیدنې لپاره یوه بهانه شوې. پوتین دا مهال د اوکراین سره د سولې هوکړې ته علاقه نه لري."
د اوکراین د ولسمشر د دفتر مشر اندري یرماک لې موند ورځپاڼې ته ویلي، د پوتین نه ګډون دا ښيي چې "مسکو سوله نه غواړي او د جدي خبرو لپاره چمتو نه دی."
یرماک لې موند ته وویل: "موږ پر روسیه باور نه لرو. خو غواړو دا شخړه ختمه کړو او د هر ډول خبرو اترو فورم ته تیار یو."