د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۸

ډایکنډي کې له مسمومو شویو زده کونکو ځینې لا هم روغتون کې دي


د ډایکندي ولایت ځینې روغتیایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په کیتي ولسوالۍ کې ۲۴۰ تنه ښځینه زده‌کوونکې مسمومې شوې دي، چې تر لسو ډېرې یې اوس هم بشپړه رغېدلې نه دي او لا هم روغتون کې بستر دي. .

دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې دا ستونزه د تېرې چهارشنبې په ورځ د کیتي ولسوالۍ د نجونو په یو ښوونځي کې د ناپېژندل شوي ویروس د خپرېدو له امله رامنځته شوې ده.

په هغو ویډیويي تصویرونو کې چې د دې ولسوالۍ روغتیایي مسوولینو او ډاکترانو ازادي راډیو ته استولي، ښکاري چې لسګونه نجونې زده‌کوونکې هرې خوا خورې ورې پرتې دي او روغتیايي کارکوونکي ورسره د مرستې هڅه کوي.

د دې ولسوالۍ د یو روغتیایي کلینیک مسوول او ډاکتر چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته د پېښې کیسه داسې وکړه:

“د ورځې نهه نیمې بجې وې چې خپل ناروغان مې او پي ډي کول، چې له یو ښوونځي زنګ راغی چې راشئ، داسې پېښه شوې. دا یو ناپېژندل شوی ویروس دی، تر اوسه پورې موږ تشخیص کړی نه‌دی. د دې ویروس خپرېدل ډېر چټک وو، لومړی یې د فریحې په نوم نجلۍ نیولې وه، بیا څو دقیقو کې یې نږدې ۲۴۰ نجونو ته سرایت کړی و. موږ چې ورغلو، وضعیت ډېر وخیم و. لومړی مو ځان سره هماغه د حساسیت ضد درمل پرې تطبیق کړل، خو نیم ساعت وروسته مو وضعیت له کنټروله ووت، ځکه ټولو زړه بداوی، کانګې او ساه لنډۍ پیدا کړه. اکثریته زده‌کوونکې مو کلینیکونو ته انتقال کړې.”

دا ډاکتر وایي، لا هم له لسو تر ۱۲ زده‌کوونکې چې وضعیت یې ښه نه‌دی، دوی سره په کلینیک کې بستري دي او یوه زده‌کوونکې د دې ولایت مرکزي روغتون ته انتقال شوې ده.

دغه‌شان د ډایکندي ولایت د کیتي ولسوالۍ د دغو نجونو زده‌کوونکو کورنیو، چې ویل کېږي لا یې هم روغتیایي وضعیت نازک دی، ازادي راډیو ته وویل چې خپلو ماشومانو ته سخت اندېښمن او په ویره کې دي.


د ښایستې په نوم د څلورم ټولګي د یوې مسمومې شوې زده‌کوونکې پلار شریف ازادي راډیو ته وویل:

“تر ټولو مخکې د دوی د ټولګیو وضعیت خراب شوی و. بدن یې شدیداً خارښت پیدا کړی و. لومړی یې ورته د حساسیت ضد پیچکاري وکړه، خو وروسته یې وضعیت ډېر بد شو. کانګې یې وکړې، ټول مخ یې وپړسېده، ساه لنډۍ ورته پیدا شوه. مجبور شوو، دا مو کلینیک ته انتقال کړه. هلته یې اکسیجن ورکړ، هلته بستر وه. پرون راغلو، خو بېرته یې وضعیت خراب شو. بېرته مو روغتون ته یوړه. زه او مور یې ډېر ویریدلي یو، ډېر اندېښمن یو.”

د زهرا په نوم د شپږم ټولګي د یوې مسمومې شوې زده‌کوونکې پلار، چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه‌غوښتل نوم یې راپور کې خپور شي، هم ورته کیسه کوي:

“اوس یې وضعیت ډېر وخیم دی. پرون هم په کلینیک کې پرې د سیمه‌ییزو ډاکترانو لخوا کار وشو، خو اوس هم ښه شوې نه‌ده. بدن یې خارښت لري، چې ساه تنګېږي، ډېره ژاړي. کله چې اویل، ګلوکوز یا کورتیزین ورته ولګوي، ښه وي. بیا چې کور ته ولاړه شي، یو څو ساعته ښه وي، خو بېرته یې وضعیت خرابېږي. موږ زښته زیاته ووېریدلو.”

دا کس خپله ډاکتر هم دی او وایي چې په دې ښوونځي کې اکثریته دا مسمومې شوې زده‌کوونکې د همدې کیتي سیمې د سیمه‌ییزو ډاکترانو او درملتونونو په درملو تر درملنې لاندې دي او هېڅ ډول نورې اسانتیاوې نه‌لري.

دا کورنۍ غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې پېښې ته د رسېدنې تر څنګ، روغتیایي اسانتیاوې او روغتیایي ټیمونه ور واستول شي.

د کیتي ولسوالۍ لږ تر لږه اتو تنو اوسېدونکو او فعالانو هم دا پېښه تایید کړې او په اړه یې د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې دا دویم ځل دی چې دا ډول پېښه رامنځته کېږي.

د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وینا، تېر کال هم همدا وخت په تیمران کلي کې د تیمران ښوونځي ورته پېښه شوې وه، چې د هغې پېښې مسمومې شوې زده‌کوونکې لا هم تنفسي ستونزې لري.

د دې ولایت یوې اوسېدونکې او د ښځو د حقونو فعالې صفیې عارفي ازادي راډیو ته وویل:

“موږ د مسموم شویو نجونو پېښې ته د رسېدو غوښتونکي یو. دا نجونو د زده کړو بهیر ته قوي ضربه ده. په داسې حال کې چې نجونې یوازې په ابتدایه کچه د زده کړو اجازه لري، دا قضیه جنایت دی. دا د دې لامل کېږي چې د کورنیو ان همدا د لومړۍ کچې زده کړو نه هم زړونه ساړه شي. وضعیت د وخامت په لور روان دی، ځکه د ډېریو نجونو تنفسي سیستم زیانمن شوی دی.”

په ډایکندي ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا او پوهنې ریاستونو چارواکو، د دوی د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع او د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب نه‌دی ویلی، او نه هم نورو طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

د یادونې ده چې دا په دغه ولایت کې لومړۍ پېښه نه‌ده، بلکې تېر کال هم د کیتي ولسوالۍ د تیمران کلي د یوه ښوونځي شاوخوا ۸۰ ښځینه زده‌کوونکې او ښوونکې د نامعلومو زهرجن ویروس له امله مسمومې شوې وې.

XS
SM
MD
LG