د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

يوشمېر پخواني طالب چارواکي: د نجونو په اړه د اوسني حکومت اقدامات د افغانستان په زيان دي


د طالبانو له خوا پر طبي زده کړو د بندیز په غبرګون دغو نجونو محصلانو د دوی پر پرېکړه اعتراض وکړ.
د طالبانو له خوا پر طبي زده کړو د بندیز په غبرګون دغو نجونو محصلانو د دوی پر پرېکړه اعتراض وکړ.

د طالبانو ځیني پخواني چارواکي د افغان ښځو او نجونو په اړه د دوی د اوسني حکومت اقدامات "افراطي، تحمیلي او د افغانستان په زیان" بولي.

د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزیر مولوي قلم‌‌الدین ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، د طالبانو حکومت بایدد نجونو او ښځو پر کار او تعلیم بندیزونه، ژر تر ژره ليرې کړي.

نوموړی وايي: "دغه حالت چې دا اوس روان دی، دا د هيچا خوښ نه‌دی، نه د امارت اسلامي د اکثریتو وزیرانو خوښ دی او نه هم د افغانستان د خلکو، دا یو تحمیلي شی (حالت) دی، باید دوی ټول په‌دې هڅه وکړي چې د افراط او تفریط ترمنځ یوه منځ‌لاره راوباسي، باید ښه په دقت د ښځو او نجونو حقونو ته پاملرنه وشي او د دوی د تعلیم حق په امارت اسلامي فرض دی."

"دغه حالت چې دا اوس روان دی، دا د هيچا خوښ نه‌دی، نه د امارت اسلامي د اکثریتو وزیرانو خوښ دی او نه هم د افغانستان د خلکو
مولوي قلم‌الدين

نوموړی زیاتوي، دا چې د طالبانو حکومت نجونو ته د تعلیم لپاره ماحول نه‌‌شي برابرولی، امنیت یې نه‌شي ساتلی دا د دوی کمی دی او په خبره یې په دا ډول کړنو دوی برات نه‌شي ترلاسه کولای.

پخوانی طالب قومندان او د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا ټینګار کوي، که د طالبانو حکومت د ده په خبره پر "رعیت" فضا تنګوي، حاکمیت به له لاسه ورکړي.

سیداکبر اغا هم د دې بیان تر څنګ د نجونو او ښځو تعلیم د ټولنې د پرمختګ لپاره مهم او شرعي حق بولي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دا چې طالبان د ښځو په نه تعلیم ټینګار کوي، زه وایم چې داسې دې نه‌‌وي، ځکه حکومت د رعیت پر سر حکومت دی، باید حاکمیت رعیت ته او رعیت حکومت ته په ټولو مسایلو کې باید سره خبر وي، طالبان چې د نه تعلیم خبره کوي د دې دلایل یې باید ولس ته وړاندې کړي وای، داسې مبهمه پاتې کېدل یې خلک ناراضه کوي."

سيد اکبر اغا
سيد اکبر اغا

سیداکبر اغا وایي، د طالبانو حکومت باید عام ولس ته پام زیات کړي او په ځانګړې توګه په بشري، اقتصادي او امنیتي برخه کې چارو ته لومړیتوب ورکړي.

که‌څه هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌کړې، چې ولې د دوی حګومت د نورو مسایلو پر پرتله د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونو لګولو ته زور ورکړی او څه وخت به دا محدودیتونه او بندیزونه ليرې شي، خو د دوی په حکومت کې یو لوړي پوړي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له امله نه‌‌غواړي نوم یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته لیکلي چې، د نجونو د تعلیم "زمینې برابرولو" لپاره په جدیت کار روان دی.

دغه طالب چارواکي ادعا کړې چې د تېرو نظامونو د ده په خبره "بې‌باکیو" او د بهرنیانو د کلتور د اغېزو د دفع کولو لپاره وخت ته اړتیا ده او هڅه کېږي، چې ژر د نجونو د زده‌‌کړو د منظم سیستم په رامنځته کولو د دوی پر مخ د تعلیم دروازې پرانیزي.

دا ډول څرګندونې تر دې وړاندې نورو طالب چارواکو هم کړي دي.

خو له‌دې وړاندې افغانانو دا ډول څرګندونې رد کړي او ټینګار یې کړی چې، نجونو د اسلامي حجاب په رعایتولو په افغانستان کې په جلا او مناسبو ښوونځیو کې زده‌کړې کولې.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت مشر په خپلو بېلابېلو فرمانونو کې په ډېری دولتي او نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار، له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه او تازه بیا ان په طبي انستیتوتونو کې د دوی پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

دغه‌شان د نورو محدودیتونو تر څنګ حجاب یې هم پرې اجباري کړی، له محرم پرته له ليرې واټن سفر او پارکونو، ورزشي لوبغالو او حمامونو ته له تګ یې هم راګرځولي دي.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنيټ مخکې د بشري حقونو شورا ۵۶مې ناستې ته په خپل درېیم راپور کې ویلي وو چې، طالبانو پر ښځو او نجونو د محدودیتونو اوبندیزونو لږ تر لږه ۵۲ فرمانونه صادر کړي.

خو د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې، د اسلامي شريعت په چوکاټ کې یې د ښځو حقونه خوندي کړي، هغه ادعا چې افغان مېرمنو او نړیوالو ته د منلو نه‌ده.

د یادونې ده د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ دا چارواکي چې، په افغانستان کې له ۱۹۹۵ تر ۲۰۰۱ واکمن وو، داسې مهال په دغه هېواد کې د نجونو پر زده‌‌کړو او د ښځو پر کار کولو ټینګار کوي چې، وړاندې یې د خپلې واکمنۍ پر مهال، ان تر شپږم ټولګیو هم د نجونو پر زده‌‌کړو بندیز لګولی و او هيڅ ښځې ته په دولتي یا غیر دولتي ادارو کې د کار اجازه نه ورکول کېده.

چادرۍ د اجباري حجاب په توګه ښځو ته مشخص شوې وې او د نارینه د ږیرو اوږدوالی هم حتمي و، که چېرې نارینه او ښځو د طالبانو له‌‌دې امرونو سرغړونې کولی د مولوي قلم‌‌الدین تر لارښونې لاندې د امر بالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت د محستبینو له‌خوا په دُرو وهل کېدل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG