په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته، یو شمېر هغه ښځې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست تر پنځلسمې وړاندې یې په دولتي او نادولتي ادارو کې کار کاوه، وايي ژوند یې اوس له پخوا سره ډېر توپیر لري.
د طالبانو له بیا واک ته رسېدو پنځه کاله تېر شوي، خو په دې موده کې زرګونه افغانې ښځې، په ځانګړي ډول هغو چې د خپلو کورنیو نفقه برابروله، له خپلو دندو او عایداتي سرچینو بېبرخې شوې دي.
یو شمېر افغان نجونې او ښځې وایي د طالبانو د واکمنۍ په پنځه کلونو کې د خپل راتلونکي د پلانونو عملي کېدو لپاره یې ګڼ فرصتونه له لاسه ورکړي دي.
ځینې افغان ښځې وايي، سره له دې چې د محرم درلودلو شرط رعایت کوي، خو لاهم د سفر په ترڅ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. ځینې نورې بیا وايي، د طالبانو د حکومت لخوا د محرم درلودلو شرط یوازې سفر پورې محدوده نه دی؛ بلکې دې شرط په ځینو نورو چارو کې هم د دوی ازادي محدوده کړې.
نور راوښيه